ژبه

د هېواد ټول دولتي او خصوصي تعلیمي مرکزونه د وري تر ۳۰مې رخصت شول

کابل (پژواک، ۲۴ کب ٩٨):  د کورونا ویرس د مخنیوي په موخه افغان حکومت د وري میاشتي تر پایه پورې ټول پوهنتونونه، ښوونځي او نورو ښوونیز مرکزونه وتړل.

د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي پر خپل ټویټر لیکلي چې د پوهنې، لوړو زده کړو او اطلاعاتو او فرهنګ وزارتونو په وړاندیز او د ولسمشر په منظورۍ ټول دولتي او نادولتي ښوونیز بنسټونه د راتلونکې وري میاشتې تر دېرشمې وتړل شول.

په پام کې وه چې د افغانستان په سړو سیمو کې تعليمي او تحصيلي چارې د وري میاشتی په درېمه نېټې پیل شي او په ګرمو سیمو کې ښوونیز کال څو میاشتې وړاندې پیل شوی دی.

په افغانستان کې تر اوسه د کرونا ١٠ پېښې ثبت شوې چې پنځه يې په هرات، درې سمنګان، يوه کاپيسا او يو بلخ ولايت کې ثبت شوې دي.

دا په داسي حال کې چې نن د افغانستان په شمال بلخ ولایت کې د دغه ولایت چارواکو ویلي وو چې د کورونا ویروس د خپرېدو د مخنیوي لپاره سږ کال په دغه ولایت کې نوروز جشن نه جوړېږي.

هر کال د لمریز کال په لومړۍ ورځ بلخ ولایت کې د نوروز جشن جوړیږي چې په دغه جشن کې د افغانستان بیلا بیلو ولایتونو څخه خلک ګډون کوي.

همدارنګه نن د افغانستان د ملي اولمپيک کمېټې او بدني روزنې عمومي رياست له خوا د کرونا ويروس له امله په ټول هېواد کې لوبې لغوه اعلان شوې وي.

د اولمپيک کمېټې له خوا د کب په ٢٤مه په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې دا پرېکړه د اولمپيک کمېـټې د ټولو اړوند مسوولينو په يوه ناسته کې وشوه.

د کرونا ويروس يا (کويډ ١٩) درې مياشتې مخکې د لومړي ځل لپاره په چين کې خپور شو او اوس د نړۍ ١٢٠ هېوادونو ته خپور شوی دی.

د روغتيا نړيوال سازمان د معلوماتو له مخې، تر اوسه له دې ناروغۍ په ټوله نړۍ کې شاوخوا پنځه زره کسان مړه شوي او ١٢٥زره نور کسان پرې اخته دي.

سرچينې زياته کړې چې يواځې په چين کې څه باندې درې زره کسان مړه او تر ٨٠زرو کسان پرې اخته شوي وو چې تر ٦٠زرو زيات کسان بېرته روغ شوي دي.

login or register a new account.