جلال اباد (پژواک، ۲۴ کب ۹۸): د نورستان ولایتي اداره وايي، را روان ۱۳۹۹ لمريز کال کې به د دغه ولايت په مرکز او ولسواليو کې د ۱۲۹ ښوونځيو لپاره ودانۍ جوړې او د زده کوونکو د سرپناه ستونزه به تر ډېره حل شي.
د رسمي معلوماتو له مخې، په دغه ولايت کې د ۲۱۴ ښوونځيو له ډلې ۷۴ سلنه یې ودانۍ نه لري او زده کوونکي يې له ګڼو ستونزو سره مخ دي.
نورستان چې سوړ ژمی لري او ډېر کله په واورو پوښلی وي، د ودانۍ له موجوديت پرته په کې زده کوونکو ته زده کړې ورکول ستونزمنې دي.
د نورستان د پوهنې رييس محمد امين حماد پژواک اژانس ته وويل، په دغه ولايت کې ټولټال ۲۱۴ ښوونځي دي چې له دې ډلې ۱۰۳ لومړني، ۸۴ منځني او ۲۸ بابه لېسې دي.
د هغه په وينا، په يادو ښوونځيو کې ۳۸ د نجونو ځانګړي ښوونځي او دغه راز د لومړنیو ښوونځيو ډېر هغه يې د نجونو او هلکانو ګډ ښوونځي دي.
د پوهنې رييس په وينا، د دغو ښوونځيو له ډلې يوازې پنځه پنځوس يې ودانۍ لري او پاتې ۷۴ سلنه يې ودانۍ نه لري.
خو د نورستان والي حافظ عبدالقيوم وايي، د سرپناه نه لرونکو ښوونځيو له ډلې به يې ۱۲۹ بابه ښوونځیو ته د را روان ۱۳۹۹ کال په اږدو کې ودانۍ جوړې شي.
دی وايي، دغو ښوونځيو ته به ودانۍ د اقراء برنامې له لارې چې په خبره يې د پوهنې او کليو او پراختيا وزارت ګډه برنامه ده او د ولسمشر په لارښوونه ډيزاين شوې جوړې شي.
هغه وايي، همدا اوس هم له دې ډلې د شلو ښوونځو د ودانيو چارې روانې دي، پنځوس سلنه بشپړې شوي چې د ۱۳۹۹ کال د چنګاښ په مياشت کې به ګټې اخېستنې ته وسپارل شي.
د والي په خبره، دغه راز د ۲۹ بابه نورو ښوونځيو لپاره د ودانيو د بيارغونې چارې هم روانې دي چې دې سره به هم د سرپناه ستونزه يو څه حل شي.
د هغه په وينا، د ۲۹ ښوونځيو د بيارغونې کارونه به تر لېندۍ مياشتې پورې بشپړ شي.
په همدې حال کې د نورستان د ولايتي شورا رييس انجينر سعدالله پاينده زوی وايي، دغه ولايت کې د ښوونځيو د سرپناه ستونزه ډېره زياته ده او که ښوونځيو ته ودانۍ جوړې نه شي، نو د زده کړو بهير به همداسې ټکنی روان وي.
هغه دغه راز په نورستان کې د مسلکي ښوونکو نه موجوديت هم لويه ستونزه وبلله او په خبره يې دې برخې ته دې هم د پوهنې وزارت ځانګړې پاملرنه وکړي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










