ژبه

ډاکټر نيازى: کرونا ناروغي په هغه حالت کې نه ده چې له خلکو او جوماتونو سره اړیکې پرې شي

کابل (پژواک، ۲٧ کب ٩٨): د هېواد مشهور ديني عالم او د کابل پوهنتون استاد ډاکترایاز نیازی وایي، له درملنې مخکې وقايه په اسلام کې یوه اصل دى، که چېرې ‎له اسلامي اصولو سره سم ټول خلک پاکوالي او نظافت ته پام وکړي، نو له کرونا هېڅ ډول وېره نه ده په کار.

د کرونا ناروغي چې درې مياشتې مخکې په چين خپره شوه، تر اوسه په ټوله نړۍ کې شاوخوا ١٩٠ زره کسان پرې اخته شوي او تر ٦٥٠٠ ډېر کسان مړه شوي دي.

د عامې روغتيا وزارت د معلوماتو له مخې، تر اوسه په  افغانستان کې هم د کرونا ناروغي ۲۲ پېښې ثبت شوې چې له دغه شمېر څخه یې  ۱۳ په هرات، درې په سمنګان، دوې په لوګر او يوه، یوه په کاپيسا، بادغیس، بلخ او دایکندي کې ثبت شوې دي.

د کابل پوهنتون استاد او د محمد وزیر اکبرخان جومات امام ډاکټر محمد ایاز نیازي د کب میاشتي په ۲۷مه پژواک خبري اژانس سره په یوه ځانګړی مرکه کې وویل، له درملنې مخکې وقايه په اسلام کې یوه اصل دى، که چېرې ‎د اسلام اصولو مطابق ټول خلک پاکوالي او نظافت ته پام وکړي، نو د کرونا لپاره هېڅ ډول وېره په کار نه ده.

هغه زياته کړه: «یواځېنۍ لاره چې موږ له ټولو ستونزو او ناروغیو ژغوري هغه دعا، لمونځ او نور عبادتونو دي چې خلک باید خپل رب ته د دې ناروغي په اړه دعاوې وکړي.»

نیازى وایي، خلک بېځایه اندېښنه او وېره لري چې دې اندیښنې په خپل ذات کې یو عذاب دى خو لا تر اوسه د نورو هېوادونو په پرتله په افغانستان کې دغه ناروغي هغه حالت نه دی رسېدلى چې باید د خلکو او جوماتونو سره اړیکې پرې شي.

نوموړي د دې ناروغۍ زیاتېدو ته په اشاره وویل: «که چېرې وضعیت بدتر شي او دغه ناروغي په هېواد کې ډېره شي، بیا اسلام هم جواز ورکړی چې د مخنیوي لپاره خلک خپل لمونځونه په کورونو کې ترسره کړي او له ډېرې ګڼې ګوڼې ځانونه وساتي، یوه وخت مدینه منوره کې ډېر زیاد باران وو،  حضرت محمد ص امر وکړ چې خپل لمونځونه په کورونو کې ادا کړي.»

نیازي پر ایران حکومت نیوکه وکړه چې که افغانان په ایران کې د کرونا ناروغۍ لامل نه وو، بيا اړتيا نه وه چې له دغه هېواده و ايستل شي.

هغه له افغان حکومته وغوښتل چې باید راستنېدونکو کډوالو ته یو روښانه پلان ولري.

ده زیاته کړه چې په نورو ولایتونو کې هم د کرونا ثبت شوو پېښو اصلي لامل هرات دى او د عامې روغتیا وزارت باید په سرحد کې د راستنېدونکو کډوالو لپاره روغتیایي او قرنطین مرکزونه جوړ کړي تر څو نور افغانان له دې ناروغۍ وژغورل شي.

نیازې همدارنګه وویل: «پروني وضعیت ته په کتلو سره زه وېرېږم چې افغانستان به کرونا ناروغي نه خو اقتصادي وضعیت به يې له کړکېچ سره مخ کړي.»

ده په داسې حال کې دا خبرې وکړې چې پرون د کابل ښار په بېلابېلو سيمو کې د اوړو بيه ۴٠ سلنه او د نورو خوراکي توکو بیه ۲۰ سلنه لوړه شوې وه.

login or register a new account.