منځپانګې ته تلل
شنبه ۲۱ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۳:۵۹ غ.و
۱۲°صاف · ↑۱۴° ↓۲°د هوا کیفیت: منځنی
غړي

“د سولې مذاکراتي پلاوي ټاکلو چارې په وروستي پړاو کې دي”

· ۳ دقیقې لوستل · ۷۰ کتنې

کابل (پژواک، ٢٢ وری ۹۹): د سولې په چارو کې د دولت وزارت وايي چې له وسله والو طالبانو سره د سولې مذاکرتي پلاوي رامنځته کولو چارې وروستيو پړاوونو ته رسېدلې دي، خو بل لور ته سياسي ګوندونه بيا وايي چې تر اوسه په دې برخه کې حکومت مشوره ورسره نه ده کړې.

د قطر هېواد په دوحې ښار کې د امريکا او طالبانو د استازو ترمنځ له شاوخوا يونيم کال خبرو اترو وروسته د فبرورۍ مياشتې په ٢٩مه د دواړو لورو له خوا يو تړون لاسليک شو.

د دغه تړون له مخې، افغان حکومت اړ و چې د بين الافغاني مذاکراتو لپاره يو ټول شموله پلاوى د مارچ مياشتې تر لسمې اعلان کړي خو تر اوسه يې دغه کار نه دى کړى.

د اړوندې موضوع په اړه د سولې په چارو کې د دولت وزارت ویاندې ناجیه انوري د وري په دويمه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د بین الافغاني مذاکراتو لپاره د پلاوي رامنځته کېدو چارې وروستیو پړاوونو ته رسېدلې او له ټولو سیاسي اشخاصو او ګوندونو سره په دې اړه سلا مشورې شوې دي.

انوري زیاته کړه چې د بین الافغاني مذاکراتو لپاره به د حکومت له لوري ۱۵ کسیز پلاوی ټاکل کېږي چې ۲۰ سلنه به يې مېرمنې جوړوي.

د هغې د معلوماتو له مخې، د بین الافغاني مذاکراتو لپاره د حکومت له لوري بېلابېل جوړښتونه په پام کې نیول شوي چې په کې د مصالحې د رهبري شورا، مذاکراتي پلاوی او د سولې مشورتي شورا شامل دي.

انوري د پژواک د دې پوښتنې په ځواب کې چې دغه پلاوى کله اعلانېږي؟ وويل: ((دقيق ويلى نه شم، خو د پلاوي له وروستي کېدو سره سم به اعلان شي.))

خو د ډاکتر عبدالله عبدالله چې ځان يې ولسمشر اعلان کړى، سلاکار يې پاينده حکمت پژواک ته وويل چې د بین الافغاني مذاکراتو د پلاوي په تړاو تر اوسه له دوى سره هېڅ مشوره نه ده شوې.

ده وویل، دوی غواړي د بين الافغاني مذاکراتو لپاره داسې یو پلاوی وټاکي چې په کې د ټولو مطرحو سیاسي ګوندونو، قومونو، مدنې ټولنو، ښځو او ځوانانو استازي شتون ولري.

نوموړي وویل: ((زموږ له لوري مرکچې پلاوی تیار دی او حالاتو ته په کتو به یې په اړه وروستی تصمیم هم ونیول شي.))

خو د پخواني ولسمشر حامد کرزي مطبوعاتي مسوول یوسف سها پژواک ته وویل چې حکومت د بین افغاني مذاکراتو د پلاوي د جوړېدو په اړه یوازې مقدماتي ناستې له دوی سره ترسره کړي دي.

ده وویل چې یوازې د سولې په چارو کې د دولت له وزیر سلام رحیمي سره خبرې شوې خو د پلاوي پر جزئياتو او څرنګوالي اساسي خبرې نه دي شوي.

سها زياته کړه: ((تر اوسه هم د مذاکراتي پلاوي په اړه له ګوندونو او سیاسیونو سره مشورې روانې دي خو د پلاوي ټاکل تر اوسه نه دي وروستي شوي.))

همدا راز د حزب اسلامي ویاند فضل غني حقمل  پژواک ته وویل چې تر اوسه د حکومت له لوري د پلاوي د جوړېدو او فهرست په اړه له دوی سره هېڅ مشوره نه ده شوې.

خو دى وايي چې د افغانستان مطرح سیاسي ګوندونه او يو شمېر ملي شخصيتونه د سولې د مرکچي پلاوي په ټاکلو هوکړې ته رسېدلي او په نږدې ورځو کې به يې اعلان کړي.

دا په داسې حال کې ده چې د سياسي ګوندونو ترڅنګ يو شمېر مدني فعالان، ښځې او ځوانان هم پر حکومت ټينګار کوي چې په ياد پلاوي کې بايد د دوى استازي هم شامل کړي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول دولت او سياست