کابل (پژواک، ۱۰وری ۹۹): د ولسمشر په مشرۍ ناستې د کابل اوبو زېرمه کولو د مدیریت طرحه تصویب کړه چې له مخې به یې د کابل ښار شاوخوا سیمو سمسورتیا او خلکو ته د کارموندنې زمینه برابره شي.
د ولسمشرۍ ماڼۍ په خبرپاڼه کې راغلي چې د ولسمشر محمد اشرف غني په مشرۍ تېر مازدیګر د کابل اوبو د مدیریت د طرحې په اړه غونډه جوړه شوه.
د سرچینې د معلوماتو له مخې، په دې غونډه کې د ملي انکشاف شرکت اجرائیوي لوی رئیس د کابل اوبو د مدیریت پر طرحې خبرې وکړې وې ویل، دغه طرحه کې د کابل ښار څلورو خواوو ته غرونو کې پنځه زونونه شامل دي.
هغه زیاته کړه، د اوبو د کوچنیو بندونو په جوړولو او د یوې شبکې له لارې کابل سیند ته د دغو اوبو له وصلولو سره به د ښاري ایکو سیستم ښه والي، د ځمکو د لازیاتې کرنیزه کولو، د کابل ښار شاوخوا سیمو د سمسورتیا او خلکو ته د کارموندنې زمنیه برابره شي.
هغه ویلی چې په پنځو زونونو کې سروې شوې سیمې (د کابل ښار شاوخوا غرونو په لمنو کې) دولتي ځمکې دي، په دغو سیمو چا د مالکیت دعوه نه ده کړې او انتخاب شوې سیمې د یادې طرحې د تطبیق لپاره له غوره امنیت څخه برخمنې دي.
د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح دغه طرحه ګټوره بللې، ویلي یې دي چې د یادې طرحې له تطبیق مخکې باید د سیمو حقوقي ننګونې حل شي او د کابل ښار شاوخوا غرونو په لمنو کې د اوبو زېرمه کولو کوچنیو بندونو او شبکو جوړولو منفي عوارض، و ارزول شي.
وروسته د ولسمشر دویم مرستیال استاد سرور دانش دغه طرحه باارزښته بللې او ویلي یې دي چې د یادې طرحې په تطبیق کې باید د کرونا ویروس د قرنطین مقررات په پام کې ونیول شي.
سرچینه لیکي چې ولسمشر غني هم د دې طرحې هرکلی کړی، ویلي یې دي چې د دې پروژې واضح مدیریت او څارنه ضروري ده او هغه سیمې چې دغه طرحه پکې پلې کیږي، باید خلک یې د مالکیت حس ولري.
د غني په وینا، د کابل د ټولو ناحیو اوسیدونکي تفریحي پارکونو ته اړتیا لري او په کابل ښار کې د تفریحي پارکونو کمبود احساسېږي.
هغه زیاته کړې چې په کابل ښار کې د ځوانانو ورزشي لوبغالو ته اړتیا ده او باید جوړولو ته یې زمینه برابره شي.
د ده په وینا، ښځې په کابل ښار کې د تفریح ځای نه لري او په دغو پارکونو کې دې ښځو ته هم موقعیتونه په پام کې ونیول شي.
ولسمشر دا هم ویلي چې د کابل په هره ولسوالۍ کې دې د باغ بالا په څېر تفریحي پارکونه جوړ او د تمویل زمینه دې برابره شي. ده زیاته کړې چې د پروژو ډولونه باید تغییر ومومي، ترڅو کارموندنې زمینه برابره شي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن