ژبه

هند افغانستان ته د هوایي دهلېز له لارې خوراکي توکي او درمل رالیږي

کابل (پژواک، ۱۲ وری ۹۹ ) :  د هندوستان لومړی وزیر وایي چې افغانستان ته به د هوایي دهلېز له لارې د خوراکي توکو، درملو او طبي الاتو لیږدولو ته ادامه ورکوي.

په کابل کې د هندوستان سفارت له خوا د وري په ۱۲مه، په ټویټر کې لیکل شوي چې د هندوستان لومړي وزیر نریندرا مودي پرون ناوخته خپل سفیر ویني کومار سره د ویډیو له لارې خبرې وکړې.

سرچینې زیاته کړې، لومړي وزیر ژمنه وکړه چې  له افغانستان سره به د کرونا په حالت کې د خوراکي توکو، د هوایي دهلېز له لارې سوداګریزو اړیکو، درملو او روغتیایي توکو لیږدولو کې همکاري کوي.

دهندوستان سفارت ویلي چې حکومت به یې د کرونا پر ضد مبارزه او مخنیوي کې هم له افغانستان سره خپلو مرستو او همکاریو ته ادامه ورکوي.

سرچینې ویلي چې دغه راز لومړي وزیر په افغانستان کې د بند پاتې شویو هندي وګړو په اړه هم معلومات ترلاسه کړل.

د یادونې ده، چې ولسمشر اشرف غني هم څو ورځې مخکې ویلي و چې له هندوستان څخه لسګونه زره ټنه غنم په نږدې ورځو کې راورسیږي.

login or register a new account.

ورته موضوع