ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

سرچینه: سمنګانو کې ۲۷ پاڅونوالو او طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې

author avatar
6 Apr 2020 - 16:50
author avatar
6 Apr 2020 - 16:50

ایبک (پژواک، ۱۸ حمل ۹۹): د سمنګانو د ولایتي شورا مشر وایي، د دغه ولایت په دره صوف بالا ولسوالۍ کې پر سیمه ییزو پاڅونوالو د طالبانو په برید کې له دواړو لوریو ۱۱ تنه وژل شوي او ۱۶ نور ټپیان دي.

د سمنګانو د ولایتي شورا مشر حاجي رازمحمد پژواک خبري اژانس ته وویل چې د دولت وسله والو مخالفینو تېره شپه د یادې ولسوالۍ په چامغزک او روم کلیو کې د پاڅونوالو پر پوستو برید وکړ.

د هغه په وینا، په دغه نښته کې چې شاوخوا دوه ساعته یې دوام وکړ، یوه پوسته د طالبانو لاسته لوېدلې، درې تنه پاڅونوال او اته تنه طالبان وژل شوي او پنځه پاڅونوال له یوولس طالبانو سره ټپیان شوي دي.

ځایي حکومتي چارواکیو او طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي وېیلي.

دا په داسې حال کې ده چې وسله والو طالبانو څلور ورځې مخکې هم پر یادو پوستو برید کړی و. ځایي چارواکیو وېیلي و چې په دغه نښته کې شپږ طالبان وژل شوي دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.