ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

۱۳۱ کلن سړی: خدای مې د په ژوند هېواد کې د سولې د ټینګښت ارمان پوره کړي

۱۳۱ کلن سړی: خدای مې د په ژوند هېواد کې د سولې د ټینګښت ارمان پوره کړي

author avatar
12 Apr 2020 - 10:20
۱۳۱ کلن سړی: خدای مې د په ژوند هېواد کې د سولې د ټینګښت ارمان پوره کړي
author avatar
12 Apr 2020 - 10:20

فراه (پژواک، ۲۴ وری ۹۹): ۱۳۱ کلن فراهي سپین ګیري چې کلونه یې هېواد کې د سولې لپاره روژه نيولې، رېږدېدلي لاسونه د دعا لپاره لپه کړل او ویې ویل:«خدایه تر هغې ژوند راکړه چې وطن کې مې سوله ووینم.»  

سیدعبدالقادر چې وایي ۱۳۱ کلن دی، د فراه د پشترود ولسوالۍ د برنګتوت کلي اوسېدونکی دی. هغه د روان کال د وري په لسمه له پژواک خبري اژانس سره په ځانګړې مرکه کې وویل، له هغه راهیسې له سې شنبې پرته هره ورځ په هېواد کې د سولې د ټینګښت لپاره روژه نیسي چې د وخت د شوروي اتحاد سره پوځ پر افغانستان یرغل وکړ. 

د وخت په پرمخ تللو پوځي امکاناتو سنبال د شوروي ځواکونو، د ۱۳۵۸ کال د مرغومي په شپږمه افغانستان کې د خلق دموکراتیک ګوند د حکومت په ملاتړ پر افغانستان یرغل وکړ، خو د افغانان د یاد حکومت او شوروي پوځیانو پر وړاندې ودرېدل او د مقاومت په پایله کې یې شورويان د ۱۳۶۷ کال د سلواغې په ۲۶ مه له افغانستان څخه وایستل. دغو شاوخوا لس کلنو خونړیو جګړو ډېر درانه ځاني او مالي زیانونه واړول.

 سید عبدالقادر وایي، د هېواد د دې خونړي پړاو پیل، هغه دې ته اړ کړ چې پر له پسې روژه ونیسي او دعاګانې وکړي، تر څو مهربانه رب یې هېواد او هېوادوال له ناخوالو وژغوري او هېواد کې سوله ټینګه شي.

دغه عمرخوړلی د سولې ارمانجن زیاتوي:«یوه شپه مې خوب لیده، مرحوم پلار مې راته وېیل چې روژه او د الله یاد غوره عمل دی، یوازې د سې شنبې په ورځو روژه مه نیسه، ما هم خپل دا خوب عملي کړ.»

سید عبدالقادر مهربانه سړی دی او له هر چا سره ډېر دوستانه چلند کوي.

هغه چې ټیټ قد لري او د خوړلي عمر له امله په لکڼه ځي، له پژواک سره د مرکې په پیل کې خپلو پاکو جامو ته چې نوې یې اغوستې وې، اشاره وکړه او په خندا یې وویل:«له رسنۍ سره مرکه لرم، ما وېل چې باباجان دې تر او تازه ښکاره شي.»

دغه سپین ګیری چې شاوخوا څلور لسیزې یې فراه کې د مخابراتو ریاست په بېلابېلو برخو کې کار کړی، خو کلونه کیږي چې په کور کې وخت تېروي، وایي چې شپه او ورځ له الله (ج) څخه په تضرع او عاجزۍ د خپلو خلکو او هېواد ارامي غواړي.

کله مو چې له هغه د افغانستان د روان وضعیت په اړه وپوښتل، شیبې چوپ پاتې شو او بیا یې اوښکې له سترګو رابېلې شوې او ویې ویل:« د شاه امان الله خان، د ظاهرشاه او سردار محمدداوودخان په حکومتونو کې ارام وو، خو له هغې وروسته مو ارامي ونه لیده، د افغانستان وضعیت ورځ تر بل خراب شوی او ارامتیا له موږ کډه کړې، نه پوهېږم چې ولې؟»

د فراه د دغه اوسېدونکي په وینا، د افغانستان هېڅ کوم حاکم، مشر او سیاستوال، د محمد داوود د واکمنۍ تر له منځه تلو وروسته، ملي ګټې پر شخصي ګټو غوره ونه بللې او دغه چاره د دې لامل شوه چې د افغانستان خلک له بېلابېلو ستونزو سره مخ شي.

هغه وایي چې د افغانستان وضعیت هره ورځ د رسنیو په تېره بي بي سي راډیو له لارې څاري. دی زیاتوي چې د  افغانستان خلک باید د سولې په لاس ورغلی فرصت له لاسه ورنه کړي.

دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو او امریکا متحده ایالتونو استازو له اوږدو خبرو وروسته د سولې هوکړه لاسلیک کړې او تمه ده چې د سولې بین الافغاني خبرې هم پیل شي.

سیدعبدالقادر په دې اړه وایي:«د سولې لپاره دغه فرصت پر افغانانو د الله رحمت او نعمت دی، زه له ټولو افغانانو غواړم چې د دغه فرصت د مساعد کېدو له امله د الله (ج) شکرانې ادا کړي.»

دغه سپین ګیري ژړل او کله یې چې خپلې اوښکې پاکولې، عینکې یې پر مځکه ولوېدې. هغه عینکې له مځکې راپورته کړې او ویې ویل، سوله داسې ده لکه په تیاره خونه کې څراغ بل شي.  

هغه زیاته کړه:«که عسکر دی او که طالب، دواړه سره وروڼه دي، ولې ووژل شي؛ یا الله دغه وروڼه پر یوه ټغر سره راټول کړې او په هېواد کې مو د جګړې اور د تل لپاره مړ کړې.» 

ده له ټولو افغانانو په تېره بیا له حکومتي چارواکیو، طالبانو او نورو سیاسي مشرانو وغوښتل چې په هېواد کې یې د سولې لپاره له زړه نه او ريښتینې هڅې وکړي.

سید عبدالقادر په داسې حال کې چې وېیل یې د خپل عمر د وروستي پړاو شپې ورځې تېروي، خپل ناتوانه لاسونه د الله (ج) دربار ته لپه کړل او ویې ویل:«یا الله تر هغو ژوند راکړه چې هېواد کې مې سوله ووینم او بیا مې ځانته دروغواړه؛ ځکه چې له سولې پرته بل ارمان نه لرم. خدای مې دې په ژوند هېواد کې د  سولې د ټینګښت ارمان پوره کړي.»

هغه د سولې لپاره وروستیو هڅو په افغانستان کې د سولې ټینګښت او د شاوخوا څلورو لسیزو جګړو پای ته هیله من کړی.

سید عبدالقادر په داسې حال کې چې سترګې یې له اوښکو ډکې وې، پر شونډو یې موسکا خوره شوه او خپلې روژې او د سولې لپاره روانو هڅو ته په اشارې یې وویل:« فکر کوم چې مهربانه رب مې د اطاعت اجر راکوي او په هېواد کې مو سوله ټینګیږي.»

هغه د ولسمشر محمد اشرف غني او ډاکټر عبدالله عبدالله چې ځان یې ولسمشر اعلان کړی، اختلاف یاد کړاو له دواړو یې وغوښتل چې اختلافونه پای ته ورسوي.

ده غني او عبدالله ته په خطاب کې زیاته کړه:«سولې ته لومړیتوب ورکړئ، تر څو د افغانستان دښمنان د سولې په لاس راغلی فرصت ستاسو د قدرت غوښتنو له امله ګډوډ نه کړي.»

هغه زیاته کړه:« د سولې په قدر باید پوه شو، هیله لرم چې په ژوند مې ورکه شوې سوله ومومم او د سولې خوښي له خپلوغم ځپلو هېوادوالو سره ګډه ونمانځم»

دغه راز هغه د  افغانستان له ټولو خلکو غواړي چې توبه وکړي او د رب العالمین له دربار څخه په عاجزۍ خپل هېواد کې د جګړې او کړکېچ غوښتنه وکړي.

د برنګتوت کلي اوسېدونکی نعمت الله هم وایي، سید عبدالقادر چې کېدای شي افغانستان کې یې همزولی نه وي، له سې شنبې پرته هره ورځ روژه نیسي. نعمت الله زیاتوي چې سید عبدالقادر د سې شنبې په ورځو له ځوانانو سره هم مجلسونه کوي او د خپل ژوند یادونه ورسره شریکوي. هغه وایي چې ځوانان هم په ډېره لېوالتیا د سیدعبدالقادر خبرې اوروي. 

 

 

Visits: 1

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.