جلال اباد (پژواک ۲۷ وری ۹۹): د ملي پراختيا شرکت له لورې ننګرهار کې د کانال رياست د بيارغونې برخه کې د ۴۳۰ ميليونه افغانيو په لګښت بېلابېلې پروژې پيل کړې.
په دغو پروژو کې د ننګرهار د مالدارۍ، چرګانو او ماهيانو روزنې فارمونو بيارغونه، د شنو او سړو خونو جوړول او د الوويرا بوټي کښت شامل دی.
يادې پروژې د وري په ۲۷مه د ننګرهار والي او د ملي پراختيا ادارې عمومي رييس له لورې د ننګرهار کانال په مختلفو فارمونو کې پرانېستل شوې.
د ملي پراختيا شرکت مشر عبدالرحمن عطاش وويل، ننګرهار کانال چې ټول هيواد لپاره د کرنې او مالدارۍ برخه کې يوه حياتي پروژه ده او د څلور لسيزو جګړو سخته ځپلې دوی ته د دغه کانال له سپارل کېدو سره سم يې د دغه کانال بيارغونې لپاره هلې ځلې پيل کړې.
هغه وايي، د کانال د چرګانو او ماهيانو پروژې چې په ټپه درېدلې وې او دغه راز د مالدارۍ فارم چې له سقوط سره مخ شوی و اوس يې بېرته بيارغونه پيل شوه.
نوموړی زياتوي د مالدارۍ فارم چې اوس په کې ۲۰۵ غواګانې دي او ډيره برخه کې کنډر شوې په راتلونکو دوو مياشتو کې به بېرته ورغول شي او او غواګانو شمېر به يې هم تر پنځه سوو پورته شي.
دغه راز د ملي پراختيا شرکت مشر د ماهيانو او چرګانو د روزنې فارمونو په اړه وويل چې ياد فارمونه سقوط شوي او ټول وسايل يې د جګړو پرمهال چور شوي دي چې په راتلونکو دوو مياشتو کې به دواړه ورغول شي او د ماهيانو فارم به په کال کې د ۴۰ ټنه ماهيانو او د چرګانو فارم به په کال کې د ۱۳۵زره چرګانو د روزنې او بازار ته د وړاندې کولو جوګه شي.
نوموړي دغه راز يادونه وکړه چې ننګرهار يو کرنيز ولايت دی او ډير کله د موسمي سبزيجاتو پرمهال د سړې خونې نه موجوديت له امله سبزيجات بازار ته په ارزانه بيه وړاندې کېږي چې د دغې ستونزې د حل لپاره يې د سبزيجاتو او ميوه جاتو د ساتنې د سړو خونو کمپلېکس ډبره کېښوده چې په جوړېدو سره به يې ياده ستونزه هم حل شي.
دی وايي، په زر جريبه ځمکه کې د الوويرا د بوټو کېنولو او دغه راز د دوو سوو ګلخانو يا شنو خونو جوړېدل يې هم پيل کړ چې هم به په دغو ټولو پروژو کې سلګونه خلکو ته د کار زمينه برابره شي او هم به په کور دننه د توليداتو زمينه برابره شي.
په ورته وخت کې د ننګرهار والي شاه محمود مياخېل دا پروژې د ننګرهار او په ټوله کې د هيواد لپاره ګټورې يادې کړې او ټينګار يې وکړ چې د دغو پروژو د نظارت په برخه کې به له جديت کار واخلي.
هغه وويل که له يوې خوا په هيواد کې د کرونا ويروس راتګ د ژوند ډير کارونه ټکني کړي خو له بلې خوا بيا حکومت د هيواد په خپلو پښو درېدلو او خلکو ته د کاري زمينې برابرولو برخه کې داسې مهمې پروژې پيلوي.
د ننګرهار کانال پروژه چې نيمه پيړۍ وړاندې د پخواني شوروي اتحاد په همکارۍ رامنځته شوې پر دې سربېره د سترسو، زيتونو او نورو ميوو پراخ باغونه لري.
غړي
You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










