ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کرونا او قرنتین له امله د کابل او ځینو نورو لویو ښارونو د هوا دککړتیا کچه ټیټه شوه

د کرونا او قرنتین له امله د کابل او ځینو نورو لویو ښارونو د هوا دککړتیا کچه ټیټه شوه

author avatar
21 Apr 2020 - 17:21
د کرونا او قرنتین له امله د کابل او ځینو نورو لویو ښارونو د هوا دککړتیا کچه ټیټه شوه
author avatar
21 Apr 2020 - 17:21

کابل (پژواک، ۲ غویي ۹۹): د چاپیریال ساتنې ملي ادارې مسوولین وايي، کابل ښار کې د کرونا ویروس مخنیوي له امله پر تګ راتګ له لګول شویو محدودیتونه وروسته د تېرو لسو کلونو په پرتله د هوا د ککړتیا کچه ۳۰ سلنه را کمه شوې ده.

د دغې ادارې د څېړنې او څارنې رییس انجنیر محمد خان د غویي په ۲مه،  پژواک خبري اژانس سره په یوه ځانګړې مرکه کې وویل چې د افغانستان په ځینو لویو ښارونو کې د کرونا مخینوي لپاره له لګولو شویو محدودیتونو وروسته په دغه ښارونو کې د هوا ککړتیا راتیټه شوې ده.

دی وايي:"د قرنتین په وخت ټول صنعتي فعالیتونه بند شوي، فابریکې، د خښتو بټۍ، دوکانونه، هوايي او ځمکنی ټرانسپورټ او د خصوصي او عامه شرکتونو فعالیتونه درول شوي دي له همدې امله په هرات، کابل، جلال آباد او نورو ښارونو کې د هوا ککړتیا تر نورو وختونو راکمه شوې ده."

هغه زیاته کړه چې دوی هره ورځ کابل کې د هوا حالت معلوموي چې د تېرو لسو کلنو په پرتله په دغه ښار کې اوس د هوا ککړتیا په برخه کې ۳۰ سلنه ټیټوالی راغلی دی.

د چاپیریال ساتنې ادارې سلاکار هادي اڅکزي  پژواک وویل، که څه هم قرنتین ورځنۍ ټولې چارې بندې کړې خو چاپیریال ته یې ډېره ګټه رسولې ده.

دی وايي:"قرنیتن د هوا د ککړتیا په برخه کې ښه تاثیرات لري؛ اوس ټول وینو چې هوا بدله شوې ده، که موږ د کابل د هوا اوسنی حالت له دوه کاله دمخه وخت سره پرتله کړو نو واضح ده چې هوا ډیره پاکه شوې ده، له همدې امله اوس خلک له پاکې هوا څخه خوند اخلي."

د چاپیریال ساتنې یو تن کارپوه صلاح الدین کبیر پژواک اژانس ته وویل، په افغانستان کې که څه هم د هوا د پېژندنې وسایل نشته خو بیا هم د کابل له اوسنۍ هوا پوهیږی چې قرنتین ډير اغېز کړی دی.

دی وايي:"موږ د کابل د هوا د پاکیدو شاهد یو ځکه چې ټول انساني فعالیتونه بند شوي دي او دا په چاپیریال هم نیغ په نیغه اغیزه لري ، ګرد او لوړه کمه شوې، ټول وسایط په ټپه ولاړ دي او دا کار چاپیریال ته ډیرې ګټې لری."

د هغه په وینا، نور هېوادونه د چاپیریال پاکوالي لپاره کره ارقام لري خو د افغانستان حکومت یې نه لري او ټولو ته ښکاره ده چې د چاپیریال په برخه کې هیڅ کار نه دی شوی، دا قرنتین دی چې له چاپیریال سره یې مرسته کړی ده.

د یادونې وړ ده چې د کرونا ناروغي له امله د کابل په ګډون په ډیریو ولایتونو کې ادارې رخصت او پر ګرځیدو بندیز لګول شوی دی.

 

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.