ژبه

د کابل والي: خلک دې د قرنطین د ورځو د کورونو او هټيو کرایې نه ورکوي

کابل (پژواک، ۵ غویی ۹۹): د کابل والي خلکو ته ویلي چې د کرونا له امله د قرنطین د ورځو د کورونو اوهټيو کرایې دې مالکانو ته نه ورکوي. 

د هغه لخوا په یوه پیغام کې چې د کابل ولایت په رسمي فیسبوک پاڼه کې خپور شوی، د والي محمد یعقوب حیدري له خولې راغلي، چې د قرنطین په موده کې د کورونو او دوکانونو مالکان له خلکو د کرایې غوښتنې حق نه لري.

ده زیاته کړې : (( د حقوقي دعوې په صورت کې یې هم نه شي ګټلی, ځکه چې له قانون سره سم په بېړنیو حالاتو کې چې له افتونو، سیلابونو او نورو طبیعي پېښو څخه زیانمنیږي ، خلک اړ نه دي چې پر شوي تړون عمل وکړي.))

د ټولنیزوشبکو کاروونکو د کابل دوالي د دې پرېکړې په اړه بېلا بېل ډول غبرګونونه ښودلي دي.

د اقبال افضلي په نامه یو تن لیکلي چې والي دې د خلکو پيسې نه معاف کوي، په خپله دې اقدامات وکړي او مالیې دې معاف کړي.

د رازمحمد نورزي په نامه یو تن لیکلي چې والي له قانون څخه ناخبره دی، هرکله چې خلک خپلو دوکانونو ته ګرځي او حالات ښه کیږي، باید د پخوانیو وختونو کرایې ورکړي.

عبدالبصیر قادري وایي چې که د کورونو او دوکانونو مالکان کرایې وانخلي ښه کار دی، خو له دوی پرته بل څوک د کرایو د بښلو حق نه لري. محمد داوود عمرزی چې د کابل پنځمه ناحیه کې یې کورونه او دوکانونه په کرایه ورکړي وایي چې له همدې پيسو یې د کور لګښتونه پوره کیږي.

ده پژواک ته وویل : (( که چیرې زه کرایه وانخلم د خپل کور لګښت په څه پوره کړم.)) د یادونې ده چې د کرونا ویروس د مخنیوي په موخه له تېرو درېیو اوونیو راهیسې په کابل ښار کې قرنطین دی او دا درې اوونۍ نور هم غځول شوی دی.  

login or register a new account.