ژبه

نن له هنده افغانستان ته د مرسته شوو لس زره ټنه غنمو را لېږد پیلېږي

کابل (پژواک، ۱۸ غویی ۹۹): نن له هنده افغانستان ته لس زره ټنه مرسته شوي غنم د دغه هېواد د (کاندولای) بندر له لارې رالېږدول کېږي.

له هندوستان هېواده د ۷۵۰۰۰ ټنه غنمو رالېږد د ملي انکشاف شرکت پر غاړه دی چې لومړي پنځه زره ټنه بار یې د غویي میاشت په لومړۍ نېټه هېواد ته راووړ او د هرات ولایت په زېرمو کې ځای پر ځای کړل.

د دغه شرکت خبرپاڼه که راغلي چې د هندوستان له  ۷۵ زره مټریک ټنه مرسته شوو غنمو له جملې د لس زره مټریک ټنو غنمو د تړلو کار ترسره شوی او نن له کاندولا بندره را بارېږي.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، ټاکل شوې چې د دغو غنمو کښتۍ درې ورځې وروسته د ایران په چابهار بندر کې ودریږي او افغانستان ته یې د انتقال او تخلیه کار پیل شي.

شرکت لیکلي، د یادو ۴۳۵ کانټینره غنمو له را رسېدو سره سم د افغانستان دننه یې هم د لېږدولو تابیا نیول شوې ده.

خبرپاڼه کی راغلي چې د بېړني وضعیت په شتون که بیا هم ملي انکشاف شرکت د غنمو د تړلو او لېږد کار، هند او ایران هېوادونو کې چټکتیا رامنځته کړې ده.

login or register a new account.