کابل (پژواک، ۲۰ غویی ۹۹) : د ولسمشر اشرف غني په شتون کې، له ننګرهار ولایت څخه کونړ ولایت ته د ۲۲۰ کیلوولټه برېښنا د لېږد مزي قرارداد د افغانستان د برېښنا شرکت رئیس داوود نورزي او د KPTL شرکت مرستیال رامېش کمار ترمنځ لاسلیک شو.
له ارګ څخه د غویي په ۲۰مه، پژواک اژانس ته په یوه استول شوې خبرپاڼه کې راغلي، په هغو مراسمو کې چې په همدې تړاو نن ماسپښين د ویډیو کنفرانس له لارې ترسره شول، لومړی د افغانستان د برېښنا شرکت رییس داوود نورزي خبرې وکړې او د هیواد ټولو نقطو ته د برېښنا رسولو ته یې د جمهوررئیس له پاملرنې مننه وکړه وې ویل، له ننګرهار ولایت څخه کونړ ولایت ته د ۲۲۰ کیلوولټه برېښنا د مزي پروژه به په ټاکل شوي وخت پای ته ورسېږي.
په خبرپاڼه کې راغلي، د ۲۹.۹ میلیون ډالرو په لګښت د ۳۰۰ مېګاواټه برېښنا دغه پروژه به په دوو کلونو کې بشپړه شي، چې د استوګنیزو، صنعتي او سوداګریزو له ۳۰ زرو څخه زیات مشترکین به ترې ګټه واخلي او همداراز د برېښنا د دې مزي له لارې به نورستان ولایت ته هم د برېښنا یو دهلېز پرانیستل شي.
ولسمشر غني په دې مراسمو کې د برېښنا شرکت له کارکوونکو چې په مرکز او ولایتونو کې د هیواد خلکو ته د برېښنا رسولو لپاره شپه او ورځ زیار ګالي مننه وکړه او هیله یې وښوده چې د دې شرکت ټپي کارکوونکي به ژر ښه شي.
هغه زیاته کړه، د کونړ د درنو خلکو اولادونه له دې هیواد او خلکو څخه د دفاع په لومړۍ لیکه کې واقع دي او دا چې برېښنا د زېربناوو زېربنا ده، په همدې اساس له ژمنې سره سم له ننګرهار ولایت څخه کونړ ولایت ته د ۲۲۰ کیلو ولټه برېښنا د لېږد مزي کار به پیل او د دې ولایت خلکو ته به برېښنا ورسېږي.
ولسمشر وایي ، کونړ د ختیځ نابغه سید جمال الدین افغان زانګو او د بهاوالدین مجروح په څېر د غښتلو لیکوالانو ټاټوبی دی او همداراز د دې ولایت سیند د افغانستان ویاړ دی چې د مدیریت کېدو په حال کې دی.
نوموړي د دې په بیانولو سره چې د برېښنا وېش باید عصري او د ۲۱ پېړۍ له شرایطو سره برابر شي وویل، د برېښنا بیل باید د وړاندوینې وړ شي، د برېښنا ضایعات په اساسي ډول مدیریت شي او هیله لرم د برېښنا رسولو پروژې ونه ځنډول شي.
ولسمشر غني د ډاکتر تتسو ناکامورا د کارنامو چې د کونړ سیند یې د خلکو د ژوند ښه کولو لپاره برابر کړ یادونه وکړه وې ویل، له ننګرهار ولایت څخه کونړ ولایت ته د ۲۲۰ کیلو ولټه برېښنا لېږد سره به؛ د کونړ پوهنتون، روغتون او نوی کونړ روښانه شي او همداراز د پوهنې، کرنې او کانونو په برخه کې به د پرمختګ شاهدان واوسو.
هغه د خپلو خبرو په پای کې د اسیا پراختیایي بانک مننه وکړه چې له افغانستان سره د مرستو عمده برخه یې بلاعوضه ده.
login or register a new account.