فیروز کوه، اسعد اباد (پژواک، ۲۵ غویی ۹۹) : د غور او کونړ ولایتونو لسګونو علماوو په هېواد کې وروستي بریدونه غندلي او په راتلونکي کوچني اختر کې یې د اوربند غوښتنه کړې ده.
دوه ورځې مخکې په ننګرهار او کابل کې د بریدونو له امله لسګونو هېوادوالو ته مرګ ژوبله اوښتې وه.
د غورولایت علماوو د غویي په ۲۵مه، د یوې ناستې پر مهال یاد وروستي بریدونه په کلکه وغندل او له مخالفینو یې وغوښتل چې اوربند ته غاړه کیږدي.
د مولوي محمد احمدي په نامه یو تن دیني عالم وویل چې اسلام د رحمت اوسولې دین او د جګړې ښکېلې غاړې باید د روژې په مبارکه میاشت کې د بې ګناه خلکو له وژنو لاس واخلي.
هغه له حکومت څخه وغوښتل چې په بین الافغاني مذاکراتو کې علماوو ته هم ونډه ورکړي.
د مولوي شجاع الدین په نوم یو بل دیني عالم هم وویل چې له جګړو او نا امنیوملکي وګړي ډېر زیانمنیږي او له طالبانو یې وغوښتل چې د سولې لپاره دې اوربند وکړي.
د یو بل خبر له مخې، د کونړ ولایت دیني عالمانو هم په هېواد کې وروستۍ خونړۍ پېښې په کلکو ټکو سره وغندلې.
ددې ولایت دیني عالمان او ولسي وګړي په عامه ځایونو کې د وسله والوبریدونه داسلام اومسلمانانو پر وړاندې د کرکې او دښمنۍ څخه ډک عمل بولي او پرحکومت غږ کوي چې عاملین یې پیدا او په سخته سزا محکوم کړي .
دیني عالم مولوي محمد انور وویل، هغوی چې په جوماتونو، روغتونونو ،جنازو او نورو عامه ځایونو بریدونه کوي ،داسلام او انسانیت تر ټولو سرسخته دښمنان دي.
نوموړي د هېواد وروستیو پېښو عاملین وسله وال طالبان یاد کړل او وایي ، حکومت دې له دې وروسته پر وسله والو ډلو رحم نه کوي .
ده زیاته کړه : (( هغه دښمنان، چې نه غواړي زموږ دا ملک اباد او مستحکم حکومت په کې جوړ شي، هغوی زموږ جنازه، جومات، شفاخانه، واده ، د غم په ټغیر کېنول غواړي، دا زموږ دښمنان دي.))
د کونړ ولایت د دیني عالمانو شورا مشر مولوي عبدالرحمن وویل :(( د طالب په څنګ کې داعش پیدا شوی، طالب دی چې د ده په څنګ کې القاعده او نورې ترهګرې ډلې پیدا شوې دي. که طالب دغه وحشت نه کولی، نو زه مطمئین یم، چې بیا به بل وحشت کوونکي ته د وحشت ځای نه پاتې کېده.))
د کونړ ولایت د ارشاد حج او اوقافو رئیس مولوي نورالمعبود احساس بیا وویل، د دوشنبې پر ورځ پلازمېنې کابل کې پر یوه روغتون وسله وال برید او هممهاله ننګرهار کې د جنازې مراسمو کې ځانمرګي برید د مېرمنو او ماشومانو په ګډون د لسګونو ملکي وګړیو ژوند واخيست اوهمدارنګه په پکتیا کې ننني موټربم برید د ګڼو نورو بې ګناه افغانان د غم په ټغر کینول .
نوموړي دغه بریدونه د هېواد قسم خوړلو دښمنانو کار یاد کړ ، ده هم له حکومت څخه غوښتنه وکړه چې نور د دوی پروړاندې له هیڅ ډول رحم څخه کار وانخلي .
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










