منځپانګې ته تلل
شنبه ۲۱ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۶:۲۰ غ.م
۳°ورېځ · ↑۱۴° ↓۳°د هوا کیفیت: منځنی
غړي

په ننګرهار کې د ميوو د حاصلاتو يو ورځنی نندارتون جوړ شو

· ۲ دقیقې لوستل · ۱۳۲ کتنې

جلال اباد (پژواک، ۳۰ غويی ۹۹): د ننګرهار د کرنې رياست له لوري د دغه ولايت د ميوو د حاصلاتو يو ورځنی نندارتون جوړ شو.

په دې نندارتون کې د ننګرهار له باغونو ترلاسه شوي شفتال، الوکاټ، زردالو او ځمکني توتان نندارې ته ايښودل شوي وو.

ياد نندارتون د غويي په ۳۰مه د ننګرهار ولايت مقام انګړ کې جوړ شوی و چې يو شمېر چارواکو او مدني فعالانو په کې برخه اخیستې وه.

د ننګرهار د کرنې او مالدارۍ رييس انعام الله ساپي وويل، ددې نندارتون موخه د ننګرهار د ميوو له حاصلاتو د خلکو خبرول او ورته د بازار پيدا کول دي.

دی وايي، سږکال ننګرهار کې شفتالو، زردالو، الوکاټو او ځمکنيو توتو ښه حاصل کړی چې د یادو میوو باغونه ټول د کرنې رياست په همکارۍ بېلابېلو ولسواليو کې جوړ شوي دي.

نوموړي زياته کړه: ((سږکال ۷۰۰۰ ټنه شفتالو، سل ټنه الوکاټو، ۱۰۰۰ ټنه زردالو او ځمکنيو توتو ښه حاصلات ورکړي دي. ډېر ښه بازار هم لري چې د هېواد مختلفو ولايتونو ته انتقالېږي.)

په ورته وخت کې د ننګرهار والي شاه محمود مياخېل چې د ياد نندارتون له توکو يې ليدنه کوله ډاډ ورکړ چې راتلوونکي کال لپاره يې د ننګرهار حاصلاتو ته د بهرني مارکېټ پيدا کولو پلان جوړ کړی دی.

دی وايي، ننګرهار د سبزيجاتو او ميوه جاتو د ښه حاصل لپاره مناسبه اب او هوا لري نو ځکه هڅه کیږي چې دلته د ميوو پراخ باغونه جوړ شي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول کرنه