کابل (پژواک، ۸ غبرګولی ۹۹): د پژواک د پرلیکه نظرپوښتنې۸۵ سلنه ګډونوال د ډاکټرنجیب قبر ته د ملي امنیت شورا سلاکار حمدالله مُحب ورتګ ښه کار ګڼي،خو ۱۵ سلنه نور ورسره مخالف دي.
طالبانو پخوانی ولسمشر ډاکټر نجیب الله او د هغه ورور شاپور احمدزی د ۱۹۹۶ میلادي کال د سپټمبر پر ۲۷مه هغه مهال ووژل کله چې کابل ته ننوتل. طالبانو د نجیب او د هغه د ورور مړي د کابل په اریانا څلور لارې کې د خلکو د نندارې لپاره راځړولي وو.
د افغانستان د ملي امنیت شورا سلاکار ډاکټر حمدالله محب د غبرګولي په شپږمه د پکتیا ولایت د امنیتي وضعیت ارزونې پرمهال د پخواني ولسمشر ډاکټر نجیب قبر ته ورغلی و.
مُحب بېګاه پر خپله ټویټرپاڼه کې لیکلي:«ما په اختر کې د هېواد د هغو دوو تاریخي شخصیتونو له مقبرو زیارت وکړ، چې زما کورنۍ ورسره په تېر کي د نظر اختلاف لاره، خو د واقعي سولې لپاره باید زغم او د مخکنیو طبقه بندي شويو تعریفونو څخه تېر شو.»
هغه زیاتوي:« نننی افغانستان د هغو بېلابېلو باورونو څخه جوړ دی، چې پخوا د یو بل ضد ول، مګر نن ټول تر یوه نظام لاندې، د یوه بېرغ او یوه افغانستان لپاره کار کوي.»
د حمدالله محب دغه ګام د غبرګونونو ترڅنګ د یوشمېر کسانو هرکلی له ځان سره لري.
پژواک خبري اژانس پر خپله فېسبوکپاڼه له خلکو پوښتلي چې د ملي امنیت سلاکار ډاکټر حمدالله محب لومړی افغان لوړ پوړی چارواکی دی، چې د پخواني ولسمشر ډاکتر نجیب الله قبر ته ولاړ او دعا يې وکړه، تاسو د ډاکټر محب دغه کار سره موافق یاست؟
په نظرپوښتنه کې۴۷۴۰۰ کسانو برخه اخیستې ده.
له دغو کسانو۸۵ سلنه ویلي چې د حمدالله محب له دغه کار سره موافق دي، خو ۱۵ سلنه نورو کسانو بیا مخالفت ښودلی دی.
د یادونې ده چې دغه نظرپوښتنه په انلاین بڼه ترسره شوې او د سروې معیارونه نه شي پوره کولای.
د سروې ۱۵۰۰ ګډونوالو په دې اړه بېلابېلې تبصرې کړې دي.
login or register a new account.