ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

سږکال د ننګرهار او کونړ د شفتالو حاصلات زرګونو ټنو ته لوړ شوي

سږکال د ننګرهار او کونړ د شفتالو حاصلات زرګونو ټنو ته لوړ شوي

author avatar
28 May 2020 - 11:36
سږکال د ننګرهار او کونړ د شفتالو حاصلات زرګونو ټنو ته لوړ شوي
author avatar
28 May 2020 - 11:36

جلال اباد ، اسعد اباد (پژواک، ۸ غبرګولی ۹۹) : د ننګرهار او کونړ ولایتونو ځایي مسوولین وایي چې هلته د شفتالو باغونو په پراخه کچه ښه حاصلات ورکړي او سږ کال بڼوالو ډېر عایدات ترلاسه کړي دي.

د ننګرهار د کرنې او مالدارۍ رياست چارواکي وايي، سږکال دغه ولايت کې د شفتالو باغونو ښه حاصل ورکړی چې د اټکل له مخې تر اوسه يې شاوخوا ۷۰۰۰ټنه ميوه بازار ته وړاندې شوې ده.

باغداران وايي، د شفتالو ونې په درېيم کال حاصل ته جوړېږي او د دې ترڅنګ د کال په اوږدو کې د باغ پر ځمکه نور فصلونه هم کرل کېږي چې هغه هم ورته ګټه رسوي.

قسيم الله چې د ننګرهار په سره رود ولسوالۍ کې يې پر خپله شپږ جريبه ځمکه د شفتالو باغ جوړ کړی وايي، دا يې درېيم کال دی چې ونې يې ایښې دي او سږکال يې شاوخوا يو جريب باغ په حاصل راغلی دی.

دی وايي: ((په روژه کې مې ترې يو پنځه چينه ټول کړي هر ځل يې له ۸۰ تر ۹۰ کرېټه شفتالو کړي، هر کرېټ کې لږ تر لږه درې کېلو شفتالو و، کابل ته مو ولېږل له ۸۰ تر ۱۲۰ افغانۍ کيلو خرڅ شوي دي.))

د نوموړي په خبره، په تېر کې يې پر خپله ځمکه کوکنار، غنم، سبزيجات او نور فصلونه کرل چې ډېر کله به يې خپل کړی لکښت هم نه پوره کاوه، خو سږکال يې د تېرو درې کلونو خوارۍ نتيجه ورکړې او تر اوسه يې شاوخوا ۱۲۰زره افغانۍ ترې راټولې کړي او لا هم ونې له مېو ډکې دي.

ده پژواک ته وویل، که ټول شپږ جريبه باغ يې په حاصل راشي نو ګټه به يې هم څو چنده زیاته او ډېرو کاريګرو ته به په کې د کار زمينه هم برابره شي.

د ننګرهار د کرنې او مالدارۍ رياست چارواکي وايي، سږکال دغه ولايت کې د شفتالو باغونو ښه حاصل ورکړی چې لږ تر لږه اووه زره ټنه ميوه يې بازار ته وړاندې شوې ده.

د کرنې رييس انعام الله ساپي پژواک اژانس ته وويل، پخوا د کروندګرو شکايت دا و چې نور فصلونه ښه حاصل نه ورکوي، نو ځکه کوکنار کري اوس د همدغې ستونزې د حل لپاره د ميوه جاتو باغونه جوړ شوي چې له يوې خوا کروندګرو ته ګټور دي او له بلې خوا په کور دنده د مېوه جاتو اړتيا پوره کوي.

ده زیاته کړه، د دې ولايت ښېوې، ګوشتې، کامې، سره رود او يو شمېر نورو ولسواليو کې د شفتالو لسګونه باغونه جوړ شوي چې سږکال يې ۷۰۰۰ ټنه حاصل ورکړی دی.

ساپی وايي، دا باغونه نوي دي او راتلونکي کال کې دا حاصلات څو چنده لوړ تللی شي چې هم به کروندګرو ته ګټور وي او هم به د هېواد حاصلات لوړ کړي.

باغي ګل د جلال اباد ښار تالاشۍ څلور لارې کې مېوه خرڅوي، نوموړی وايي، د ننګرهار ډېرو مېوو حاصل ورکړی او اوس چې هر څوک د مېوې اخېستو لپاره راځي نو لومړی د وطنۍ مېوې پوښتنه کوي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.