کندوز ښار (پژواک، ١٣ غبرګولى ٩٩): د کندوز ولايتي شورا تور پورې کوي چې د دغه ولايت د ښوونځيو د ودانيو په جوړولو کې فساد کيږي او په ښه کيفيت نه جوړيږي، خو د پوهنې رياست بيا دغه څرګندونې ردوي.
د کندوز د ولايتي شورا رييس محمد يوسف ايوبي د غبرګولي په ١٣مه رسنيو ته وويل چې د پوهنې رياست ډېرى وخت د ښار پرځاى په لرو پرتو او نا امنو سيمو کې د ښوونځيو ودانۍ جوړوي.
هغه وايي: ((د طالبانو تر حاکميت لاندې سيمو کې ښوونځي جوړوي، دغه کار د فساد لپاره کوي، هلته يې په ټيټ کيفيت جوړوي، څوک نشته چې د کار نظارت يې وکړي.))
دغه راز د ولايتي شورا بل غړي خليل قاري زاده هم تور پورې کړ چې د کندوز د پوهنې رياست چارواکي د شخصي ګټو لپاره ښوونځي په ښه کيفيت نه جوړوي.
دى زياتوي: ((د امام صاحب ولسوالۍ په مرکز کې زده کوونکي تر خېمو لاندې زده کړې کوي، خو دوى بيا د دې ولسوالۍ په لرو پرتو او نا امنو سيمو کې د ښوونځيو لپاره ودانۍ جوړوي چې ښکاره د فساد لپاره دغه کار کوي.))
د کندوز ولايتي شورا د خپلو څرګندونو د ثابتولو لپاره د امام صاحب ولسوالۍ د شېرشاه سوري ښوونځى رسنيو ته په ګوته کړ.
د پژواک خبريال سيمې ته ورغلى او دغه ښوونځى يې له نږدې ليدلی دی.
د شېرشاه سوري دغه لومړنی ښوونځی د امام صاحب ولسوالۍ په دوراهي سيمه کې څلور مياشتې وړاندې جوړ شوى دى.
که څه هم تر اوسه دغه ښوونځي ته زده کوونکي نه دي ورغلي، خو د ديوالونو رنګ يې له منځه تللى او په ځينو ځايونو کې يې ديوالونه درز شوي هم دي.
د امام صاحب برزنګي سيمې اوسېدونکي بهاءالدين پژواک ته وويل چې دغه ښوونځى په ډېر ټيټ کيفيت جوړ شوى دى.
ده وويل: ((د پرانستل کېدو يې ټول څلور مياشتې نه کيږي، سمنټ يې ټول الوتي دي او رنګ يې هم له منځه تللى دى.))
په ورته وخت کې د امام صاحب ولسوال محبوب الله سعيدي پژواک ته وويل چې د پوهنې رياست د ښوونځيو په جوړولو کې له دوى سره مشوره نه کوي.
هغه وايي: ((په لرو پرتو سيمو کې د کيفيت له پلوه ښوونځي ډېر مشکل لري، په ډېرو وختونو کې موږ سره مشوره هم نه کوي.))
خو د کندوز د پوهنې رياست چارواکي يادې څرګندونې په کلکه ردوي.
د دغه ولايت د پوهنې رييس نجيب الله ثاقب پژواک خبري اژانس ته وويل چې د ځينو پروژو په کيفيت کې ستونزې شته خو د فساد مسله په کې مطرح نه ده.
ثاقب زياته کړه: ((د فساد مسئله زه ردوم، په لرو پرتو سيمو کې د ناامنۍ له امله په پروژې کې د کيفيت له پلوه ستونزې شته ، خو موږ کوښښ کوو چې دغه ستونزه هم هواره کړو.))
د هغه د معلوماتو له مخې، په دغه ولايت د ښوونځيو له کار څخه د کليو پراختيا رياست، د ښارجوړونې رياست، د پوهنې رياست او دونران څارنه کوي.
د يادونې ده چې د اقراء پروګرام له لارې د کندوز ولايت لپاره د سلو ښوونځيو جوړېدل منظور شوي چې تر اوسه د ٥٥ چارې يې ترسره شوي او پاتې نور يې تر کار لاندې دي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










