ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

​تېره اوونۍ له کابل ښاره ۶۱۰۰ ټنه کثافات ایستل شوي

​تېره اوونۍ له کابل ښاره ۶۱۰۰ ټنه کثافات ایستل شوي

author avatar
2 Jun 2020 - 13:48
​تېره اوونۍ له کابل ښاره ۶۱۰۰ ټنه کثافات ایستل شوي
author avatar
2 Jun 2020 - 13:48

کابل (پژواک، ۱۳ غبرګولی ۹۹): د کابل ښاروالي وایي چې په تنظیفي حشر کې یې تر ۶۱۰۰ ټنه کثافات د کابل ښار له بېلابېلو ناحیو راټول کړي او له ښاره بهر یې ایستلي دي.

د کابل ښاروالۍ یوه خبرپاڼه کې چې نن خپره شوې ده، راغلي چې دغه اندازه کثافات په یوه تنظیفي حشر کې د کابل ښار له ۲۲ ناحیو راټول شوي او له ښاره لرې یې ایستلي دي.

د کابل ښاروالي د معلوماتو له مخې، په دغه حشر کې د ښار کثافات د ښاروالۍ د لسګونو کارکوونکو او موټرو په واسطه راټول شوي چې په پایله کې د ښار بڼې بدلون وکړ.

د کابل ښاروالي وايي، هڅه روانه ده څو د یوه ښه مدیریت له مخې د کابل ښار کثافات راټول کړي او د کثافاتو راټولولپه ورځ کې له ۱۷۰۰ مټریک ټنه تر ۲۰۰۰ مټریک ټنو پورې ورسېږي.

د کابل ښاروالۍ په خبره، د چمتو شوو برنامو له مخې،پر ورځنیو کارونو سربېره د ښار د کثافاتو راټولول او انتقال، په هره اوونۍ کې دوه ناحیې تر پراخو تنظیفي عملیاتو لاندې نیسي څو تنظیفي شاته پاتي والی چې د بېلابېلو دلایلو له مخې شتون لري، جبران کړي.

دغه بنسټ دغه راز وايي چې د دوی تنظیفي پرسونل د ښاریانو د ښې روغتیا په موخه ډېرې ستونزې ګالي نو د دې لپاره د کابل له ښاریانو غواړي څو د کثافاتو له بېځایه غورځولو ډډه وکړي.

د کابل ښاریانو هم د ښاروالي له  دغه اقدامه ستاینه کړې او د دغه بهیر دوام یې غوښتی دی.

د کابل ښار یو اوسېدونکی فیضان الله د کابل له ښاروالۍ د مننې ترڅنګ د دغه بهیر د دوام غوښتنکی شوش.

هغه د دې ترڅنګ چې ښاروالي په یوازې ځان د ښار پاکولو توان نه لري، وايي چې خلک باید له ښاروالي سره د ښار په پاکولو کې همکاري وکړي څو ښار له کثافاتو پاک شي.

نوموړي له کورنیو او هټۍ والو وغوښتل چې خپل کثافات په اړوندو ځایونو کې واچوي څو ښار پاک او  له کثافاتو خالي شي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.