منځپانګې ته تلل
چهارشنبه ۱۸ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۱:۱۵ غ.م
۱۳°صاف · ↑۱۴° ↓۲°د هوا کیفیت: منځنی
غړي

سعودي عربستان له پوهنې وزارت سره مرسته وکړه

· ۱ دقیقه لوستل · ۸۳ کتنې

کابل(پژواک، ۱۵ غبرګولی ۹۹): سعودي عربستان د افغانستان د پوهنې له وزارت سره د ٥٠٠ زره امريکايي ډالرو په ارزښت مرستې ياد وزارت ته وسپارلې.

د پوهنې وزارت له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې دغه مرستې په کابل کې د سعودي عربستان د سفیرجاسم محمد الخالدي له خوا د پوهنې وزیر ډاکتر محمد میرویس بلخي ته وسپارل شوې.

سرچینه زياتوي، د سعودي په مرسته شويو توکو کې د عربي زده کړې ٩٩ زره ټوکه کتابونه، د دفتر تجهیزات او ٨ عرادې موتر شامل دي.

په خبرپاڼه کې راغلي چې د پوهنې وزير د سعودي عربستان له يادو مرستو مننه وکړه.

سرچينه زياتوي، چې سعودي د پوهنې په برخه کې د خپل هېواد د مرستو په دوام په ټینګارسره زیاته کړې چې هېواد به یې له افغانستان سره د معیاري پوهنې په برخه کې خپلې مرستې جاري وساتي.

په خبرپاڼه کې راغلي چې دغه کتابونه به په لومړي پړاو کې په ننګرهار،هرات او نږدې ولایتونو کی ووېشل شي او د امکان تر حده به هڅه وشي چې دغه کتابونه د اسلامي زده کړو مرکزونو ته هم ورسول شي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول ښوونه او روزنه