کابل (پژواک، غبرګولی ۹۹): د عامې روغتیا وزارت په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا له ۵۸۲ تازه ثبت شوو پېښو خبر ورکوي چې له دې سره په افغانستان کې پر کرونا د اخته کسانو شمېر ۱۹۵۵۱ ته ورسېد.
د عامې روغتیا وزارت د روغتیایي خدماتو وړاندې کولو معین وحید مجروح چې نن یې په کابل کې یوې خبري ناستې ته خبرې کولې، وویل چې په تېرو ۲۴ ساعتونو د هېواد په لابراتوارونو کې ۷۶۱ شکمنې نمونې ټسټ شوې چې له ډلې یې ۵۸۲ مثبتې تشخیص شوې دي.
هغه زیاته کړه، د دې پېښو په ثبت سره په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په افغانستان کې پر کرونا د اخته کسانو شمېر ۱۹۵۵۱ ته ورسېد.
هغه زیاته کړه چې له تازه ثبت شوو څخه ۱۹۳ په هرات، ۱۶۱ په کابل، ۱۰۷ په نیمروز، ۴۶ په بلخ، ۲۳ په ننګرهار، ۱۵ لغمان او ۱۴ په غور کې ثبت شوې دي.
دغه راز سرچینې زیاته کړې چې ۷ کسان په کندهار، ۶ په اروزګان، ۵ په کونړ، ۲ په هلمند، ۲ په نورستان او یو په پکتیا کې پر کرونا اخته شوي دي.
مجروح په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا له امله له ۱۸ مړینو خبر ورکړ او ویې ویل چې په افغانستان کې د مړه شوو ټول شمېر ۳۲۷ ته ورسېد.
مجروح د خپلو خبرو په دوام وویل چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۶۸ کسان روغ شوي چې د ټولو رغېدلو شمېر ۱۸۳۰ کسانو ته ورسېد.
دا په داسې حال کې ده چې د عامې روغتیا وزارت سرپرست په کابل کې یوې خبري ناسته کې له اړوندو ادارو سره د خلکو پر همکارۍ د ټینګار ترڅنګ وویل چې کرونا سره مبارزه د دغه وزارت لومړیتوبو کې ده او که چا په دې برخه کې ناغېړي وکړه وبه شړل شي.
هغه له هېوادوالو وغوښتل چې د کرونا د مخنیوي لپاره دې روغتیایي لارښوونې په پام کې ولري.
د یادونې ده چې حکومت د کسب او کار په اړه نوې طرحه تصویب کړه چې سر له سبا عملي کېږي او د هغې پر اساس مکتوبونه او پوهنتونونه د درېیو نورو میاشتو لپاره هم رخصت شول.
login or register a new account.