کابل (پژواک، ۱۹ غبرګولی ۹۹): د ازموينو ملي ادارې تر راتلونکې يوې نيمې مياشتې پورې د روان کال د کانکور ازموينې مهال وېش د اعلان خبر ورکړ او ويې ويل چې ډېر ژر به په ښوونځيو کې د کانکور ازموينې داوطلبانو ته د په ازموینه کې د ګډون کارتونو د وېش لړۍ پيل شي.
د يادې ادارې په په خبرپاڼه کې چې نن (د غبرګولي ۱۹) خپره شوې او پژواک خبري اژانس ته را رسېدلې راغلي: «د کانکور ازموينې ټولو ګډونوالو ته خبر ورکول کېږي چې د ازموينې ملي ادارې د ۱۳۹۹ کال د کانکور ازموينې اخيستو لپاره اړين تياری نيولی او په دې برخه کې يې لومړنۍ چارې پروسس شوې دي.»
سرچينه زياتوي، د ازموينو ملي اداره په ډېر ژر ښوونځو ته د پوهنې رياستونو پر مټ د کانکور ازموينې د ګډون کارتونه د وېش په موخه واستول شي.
په خبرپاڼه کې راغلي: «لکه څنګه چې خبر ياست، د کوويد- ۱۹ ويروس خپرېدو له امله قرنطين وغځېد، د ازموينې ملي اداره هڅه کوي چې د ولسمشرۍ ماڼۍ د هدايت له مخې لږ تر لږه تر راتلونکې يوې نيمې مياشتې پورې د کانکور ازموينې مهالوېش جوړ او اعلان کړي.»
دا په داسې حال کې ده چې هر کال د کابل په ګډون د نورو سړو ولایتونو د کانکور ازموينه د کب او غبرګولي په مياشتو کې اخيستل کېده.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










