ژبه

مزار شریف کې  د قرنطین له امله د روضې سلګونه کوترې مړې شوې دي

کابل ( پژواک، ۲۰غبرګولی ۹۹) : بلخ کې د حضرت علي روضې مسوولين تاييدوي، چې د مزارشريف د قرنطين پر مهال د دغې روضې سلګونه کوترې له لوږې مړې شوې دي.

دوی وايي، چې پخوا به سيلانيانو او د روضې زيارت کوونکو په خپلو پيسو د دغو کوترو لپاره دانه اخيسته او ورکوله به يې؛ خو د قرنطين پر مهال د روضې دروازې تړل شوي او خلک دننه نه ور پرېښودل کېږي.

مزارشريف کې حضرت علي ته د منسوبې روضې فرهنګي مسوول قيوم انصاري د غبرګولي په ۲۰مه پژواک اژانس ته وويل، چې په تېرو درې مياشتو کې ښايي شاوخوا ۱۰۰۰ کوترې له لوږې مړې شوې وي.

هغه زیاته کړه چې د روضې کوترې د خوړو لپاره کومه ځانګړې بوديجه نه لري، بلکې عام زيارت کوونکي دانه ور اچوي.

انصاري وويل: (( د روضې دروازې تړل شوي، د خلکو په تګ راتګ بنديز لګېدلی، چې ورسره د کوترو غله دانه هم کمه شوې او تر زرو شاوخوا پورې مړې شوې دي. ))

خو د مزارشريف اوسېدونکي د کوترو د ساتلو برخه کې د روضې اداره په ناغېړۍ تورنوي.

د مزارشريف اوسېدونکي اسدالله پژواک ته وويل، چې حضرت علي ته د منسوبې روضې د کوترو ساتنې ته بايد جدي پاملرنه وشي.

نوموړی زياتوي، چې د روضې اداره هر کال میليونونه افغانۍ عايد لري او يادې پيسې د منجورانو شخصي جيبونو ته ځي.

د مزارشريف دغه اوسېدونکی وايي، چې د قرنطين تر پای ته رسېدو پورې بايد د روضې اداره يادو کوترو ته سمه رسېدګي وکړي او لازم خواړه دې ورته برابر کړي.

د معلوماتو له مخې، مزارشريف کې حضرت علي ته منسوبه روضه شاوخوا لس زره کوترې لري، چې ټولې يې سپين رنګ لري.

دغه کوترې له کلونو کلونو راهيسې په روضه کې ساتل کېږي او د روضې د زيارت پر مهال زيارت کوونکي او سيلانيان دانه ور اچوي.

د کرونا ويروس له امله وضع شوي قرنطين مزارشريف ښار کې اقتصادي ستونزې زياتې کړي، چې له امله يې د ټولنې بېلابېلو اړخونو ته زيانونه هم اوښتي دي.

login or register a new account.

ورته موضوع