کابل (پژواک، ۲۰ غبرګولی ۹۹): د افغانستان په ستره محکمه کې سرچینې وايي چې د دې محکمې د دارالافتا رییس محمد صدیق مسلم د کرونا ناروغۍ له امله مړ شوی دی.
د سترې محکمې ویاند امان الله ایمان پژواک خبري اژانس ته وویل: ((د سترې محکمې د دارالافتا رییس محمد صدیق مسلم تېره شپه د کرونا ناروغۍ له امله مړ شوی دی.))
هغه د مسلم مړینه د افغانستان د سترې محکمې لپاره لویه ضایعه وبلله خو مشخص یې نه کړه هغه د کومې ناروغۍ له امله مړی شوی دی.
د ایمان په خبره، د مولوي مسلم مړی نن له غرمې وروسته د لغمان په ولایت کې خاورو ته سپارل کېږي.
خو په دې محکمه کې یوې باوري سرچینې پژواک ته وویل: ((له بده مرغه مسلم صاحب د کرونا ناروغۍ له امله مړ شوی دی.))
دا په داسې حال کې ده چې د روان کال د غويي میاشتې په لسمه شمس الحق حقمل د کابل سوداګریز محکمې رییس او د کابل د بحران ځانکړې محکمې سرپرست او مخکې له دې د کابل استیناف غړی عتیق الله هم د کرونا ناروغۍ له امله مړه شوي وو.
د عامې روغتیا وزارت د معلومات پر اساس، په افغانستان کې تر ننه ۲۰۹۱۷ کسان د کرونا پر ناروغۍ اخته شوي چې له ډلې یې ۲۱۷۱ کسان بېرته روغ شوي او ۳۶۹ نور مړه شوي دي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










