کابل (پژواک، ۲۶ غبرګولی ۹۹): په کابل کې د هغو کسانو شمېر چې د کرونا له امله مړه کېږي، تر اعلان شوو شمېرو ډېر دی او په ځینو هدیرو کې د یادو مړو خښولو پر مهال د خونديتوب تدابیر چې د کرونا د خپرېدو د مخنیوي لپاره دي، نه نیول کېږي.
خو یوازېنی بدلون چې راغلی، د هغو مړو خښولو په مراسمو کې چې د کرونا له امله مړه شوي وي، ډېر کم خلک ګډون کوي.
د مړه شوو شمېرې
د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې، په افغانستان کې تر پرونه (د غبرګولي ۲۵مه) ۲۴۷۶۶ کسان پر کرونا اخته شوي، له دې ډلې ۴۷۲۵ کسان روغ شوي او ۴۷۱ نور مړه شوي دي.
دا په داسې حال کې ده، ډېر هغه خلک چې پر کرونا اخته کېږي، روغتونونو ته مراجعه نوه کوي.
د عامې روغتیا وزارت د هغو کسانو شمېر چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې یې په کابل کې ژوند له لاسه ورکړی، شپږ کسان اعلان کړ، خو د پژواک خبري اژانس ټېم پرون د کابل له دوو هدیرو (د امید او جاجي نبي ښارګوټي) لیدنه وکړه او ویې مونده چې له غرمې مخکې له نهو تر یوولس بجو، ۱۲ کسان چې د کرونا له امله مړه شوي وو، په یادو دوو ساحو کې خاورو ته سپارل شوي دي.
دا په داسې حال کې ده چې ښايي د کابل ښار په نورو هدیرو کې هم د کرونا له امله د مړه شوو جنازې خاورو ته سپارل شوې وي.
د امید ښارګوټي هدیرې یوه قبر کيندونکي رجب علي پژواک ته وویل چې له کوچني اختر وروسته د کرونا له امله د مړه شوو شمېر ډېر شوی او په دې وروستیو کې هره ورځ له ۳۰ تر ۳۵ کسان چې د کرونا له امله مړه شوي وي، په دغې هدیره کې خاورو ته سپارل کېږي.
هغه زیاته کړه: ((مخکې په دې هدیره کې له درېیو تر څلورو کسانو قبر کیندنه کوله، خو اوس په دې هدیره کې ۲۵ قبر کیندونکي دي او موږ اوس کله کله د شپې له مخې هم قبرونه جوړوو؛ ځکه خلک په شپه کې هم خپل مړي خښوي.))
د هغه په خبره چې دوه قبر کیندونکي د سهار له اوو بجو بیا د ماښام تر اوو څلور قبرونه جوړوي.
د حاجي نبي ښارګوټي هدیرې قبر کیندونکی علي جعفر وايي چې په دې هدیره کې هم قبر کیندونکي له دوو ۱۳ ته ډېر شوي؛ ځکه د مړه شمېر ډېر شوی او اوس په دې هدیره کې هره ورځ له ۲۰ تر ۲۵ مړي خښېږي چې ډېری یې د کرونا له امله مړه شوي وي.
د کابل ښار د شهدای صالحین هدیرې قبر کیندونکي احمدالله پژواک ته وویل، په هغې ساحه کې چې د ده مربوط کېږي، مخکې په ورځ کې یو یا دوه کسان خښېدل خو په دې وروستیو کې هره ورځ له ۱۵ تر ۲۰ پورې خښېږي.
هغه زیاته کړه: ((مخکې موږ څو محدودو کسانو چې کله به کوم مړی وشو، قبر به مو جوړاوو، اوس له دې امله چې مړي ډېر شوي، موږ له چوکه مزدوران راولو او تیار قبر کاږو، د هر چا چې اړتیا وه، مړی په کې خښوو.))
په همدې حال کې د عامې روغتیا وزارت مرستیال توحید شکوهمند د کرونا له امله د تلفاتو د توپیر په اړه چې قبر کیندونکي او عامه روغتیا یې وړاندې کوي، وايي: ((ښايي د کابل ښار په ځینو برخو کې د کرونا له امله ځیني کسان مړه شوي وي، خو تر هغه چې دغه کسان له موږ سره سمپل ونه لري او د عامې روغتیا وزارت کې ثبت نه وي، موږ یې د مړه شوو کسانو په لېست کې نه شو اضافه کولای.))
له محافظتي جامو سره د مجهز ټېم اړتیا
رجب علي او نور قبر کیندونکي له حکومت په ځانکړي ډول د عامې روغتیا له وزارته وغوښتل، څو په هدیرو کې هغه کسان چې محافظتي جامي ولري، د کرونا له امله مړه شوو خښولو لپاره وګوماري؛ ځکه د دغو مړو تدفین د هغو کسانو له خوا چې محافظتي وسایل نه لري، نورو ته د دغه ویروس خپرېدو لامل کېږي.
هغو دغه راز په هدیرو کې د مړو تابوتونو او جامو ته په اشارې وویل: ((ډېر خلک خپل مړي له تابوت سره نه خښوي، تابوت او د مړي جامي په همدې ځای کې پرېږدي، د ورځې سګلونه کسان دلته راځي، که دغه تابوتونه او جامې ونه سوځول یا خښ نه شي، هغه کسان چې دلته راځي د کرونا پر ویروس اخته کېږي.))
رجب علي وویل: ((ان ځیني روږدي د شپې له مخې دلته راځي، تابوتونه وړي او په بازار کې یې پلوري، باید د هغوی مخه هم ونیول شي.))
خو د شهدای صالحین هدیره کې قبر کیندونکی کاکا احمد وايي، هغه کسان چې د کرونا له امله مړه کېږي، د خپلوانو او دوستانو له خوا یې خاورو ته سپارل کېږي. هغه وویل: ((ډېری کسان چې کرونا مړه کړي، د کورنۍ څو غړي یې حتما، چې مړی یې قبر ته کښته کوي، ماسک او دستکش لري.))
په عین حال کې د عامې روغتیا وزارت ویاند اکمل سمسور پژواک ته په خبرو کې وویل، پر کرونا اخته کسان چې په روغتونونو کې مړه کېږي، په روغتونو کې غسل ورکول کېږي او ضد عفوني کېږي او وروسته یې کورنیو ته تسلېمېږي او له دغسې مړو د ویروس د خپرېدو امکان نشته.
خو هغه د هغو کسانو په اړه چې په خپلو کورنو کې مړه کېږي، وايي: ((له مړي د ویروس انتقال ژوندي کس ته ډېر کم دی، له خلکو مو غوښتنه دا ده، په هغه صورت کې د کرونا له امله په کور کې مړه کېږي، لطفا دې د عامې روغتیا له وزارت سره په تماس کې کېږي څو مړی له ضد عفوني وروسته خاورو سپارلو ته اماده شي.))
دا په داسې حال کې ده چې د لارښود له مخې ((په کور او روغتیايي مرکز کې د مړي د مدیریت لپاره د کرونا ویروس کنټرول او وقایه)) باید هغه سطح او چاپېریال چې په هغه کې مړی مینځل کېږي، پر اوبو او د سوډیم هایپو کلورت پر محلول ومینځل شي. په دې لارښوونه کې توصیه شوې، پر هغه ځای چې مړی مینځل کېږي، وروسته باید دغه محلول تر یوې دقیقې ډېر هلته پرېښودل شي. دغه راز په دې لارښوونه کې سپارښتنه شوې ده څو طبي او غیر طبي تجهیزات او وسایل، لوښي او جامې ضد عفوني شي. په دې لارښوونه کې د تجهیزاتو او وسایلو پاکولو لپاره د ایتایل الکول (ایتانول) او سودیم هایپو کلوریت وړاندیز شوي دي. د عامې روغتیا وزارت په باور، دغه دوه مادې کولای شي تجهیزات اوم وسایل ښه پاک کړي.
دغه راز په دغه لارښود کې راغلي، هغه کسان چې په مستقیم ډول له مړي سره تماس لري، باید ټول حفظ الصحه تدابیر مراعات کړي او څوک چې مړی مینځي هم باید د خونديتوب ټول وسایل ولري.
د مړي په خښولو کې د خلکو کمرنګه ګډون
رجب علي وايي: ((د مخکې په پرتله چې کوم بدلون راغلی، دا دی چې مخکې به خاورو ته د سپارلو مراسمو کې ډېرو خلکو ګډون کاوه، خو اوس یوازې د مړي کورنۍ ګډون کوي، موږ مخکي د مړي په خښولو کې همکاري کوله، خو اوس په قبر کیندنه کې زموږ د بوختیا له امله او پر کرونا د اخته کېدو له وېرې، لاس نه ور وړو، یوازې د مړي کورنۍ غړي مړی خښوي.))
هغه دغه راز وویل چې مخکې له جنازې وروسته اسقاط وېشل کېده، خو هغه کسان چې د کرونا له امله مړه شوي وي، د هغوی اسقاط نه وېشل کېږي، یوازې د جنازې لمونځ یې ادا کېږي.
د حاجي نبي ښارګوټي هدیره کې قبر کیندونکي علي جعفري هم وویل، خاورو ته د سپارلو مراسمو بدلون کړی، خاورو ته د سپارلو په ډېری مراسمو کې تر لسو ډېر کسان ګډون نه کوي او هغه کسان چې په دغو مراسمو کې ګډون کوي، ماسک او دستکش لري.
د مړي خښولو لپاره د پیسو ورکول
اوس هم د هغو کسانو له خپلوانو چې په دې هدیره کې خاورو ته سپارل کېږي، د هر قبر په بدل کې ترې ۱۲۵۰ افغانۍ اخلي او هېڅوک نه شي کولای له دې ډېرې پیسې واخلي.
یو بل قبر کیندونکی علي جعفري هم وايي چې د یوه قبر او د ډبرو بیه چې د ښارګوټي ټولنیزې شورا له خوا ۲۲۵۰ افغانۍ ټاکل شوې ده، څوک اضافه نه شي اخیستای.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










