کابل (پژواک، ۲۸ غبرګولی ۹۹): په اسلام اباد کې افغان سفیر عاطف مشعل وایي چې راتلونکې اوونۍ له افغانستانه پاکستان ته صادرات پیلېږي.
په نړۍ کې د کرونا وبا له پیلېدو سره سم پاکستان له افغانستان سره ټولې لارې وتړلې چې ورسره صادرات او واردات هم بندل شول.
خو د افغانستان حکومت په غوښتنه پاکستان یو اړخیزه لاره یواځې د سوداګریزو توکو لپاره پرانیسته او له پاکستانه یواځې سوداګریز توکي افغانستان ته راوړل کېدل، خو له دې خوا اجازه نه وه.
دا چې اوس په افغانستان کې د تازه مېوو حاصلات رسېدلي او د دغو حاصلاتو ډېره برخه پاکستان ته صادرېدل، نو افغان سوداګرو غوښتنه کوله چې پاکستان ته دې صادرات پیل شي.
په اسلام اباد کې د افغانستان سفیر عاطف مشعل په خپل ټویټر کې له پاکستانه مننه کړې چې د افغان صادراتو ته یې اجازه ورکړې ده.
هغه زیاته کړه چې دغه صادرات راتلونکې اوونۍ د جنورۍ له ۲۲مې څخه د تورخم، سپین بولدک او غلام خان بندرونو څخه پیل شي.
د مشعل په وینا، دغه پرېکړه د دواړو هېوادونو د تخنیکي ټیمونو ترمنځ د تېرو څو ورځو له ناستو او خبرو اترو وروسته شوې ده.
بلخوا د ننګرهار ولایت ځایي مسوولین وایي چې د صنعت او سوداګرۍ، ګمرک، ترانسپورټ او سوداګرۍ خونې مسوولینو پر یو میکانیزم کار پیل کړی چې له مخې به یې ډېر ژر له دغه ولایت څخه کوزې پښتونخوا او پاکستان ته صادرات پیل شي .
د دغه ولایت د صنعت او سوداګرۍ ريیس محمد حسن محسن وایې چې د کرونا ویروس له امله پاکستان ته له دې غاړې صادرات بند وو چې په اړه یې له اړوندو ادارو سره یو ځانګړی میکانیزم جوړ کړی چې له مخې به یې صادرات ژر پیل شي.
نوموړی وایې، د کرونا له امله د پولو له تړل کېدو وروسته دوی لومړی په کوزه پښتونخوا او پاکستان کې بند پاتې موټرو او بیا د وارداتو او ترانزيټ د پیل لپاره هڅې وکړې چې وروستۍ له دې غاړې پاکستان ته د صادراتو پیلېدل دي.
ټاکل شوې د یادو ادارو مسوولین ډېر ژر له پاکستاني چارواکو سره د جوړ شوي میکانیزم په شریکولو سره صادرات پیل کړي .
login or register a new account.