Language

د روڼتیا څار بنسټ او بشري حقونو هم د ټولنیزو رسنیو قانون کې پر بدلون اندېښنه وښوده

کابل (پژواک، د چنګاښ لومړۍ نېټه ۹۹) : د افغانستان د روڼتیا څار بنسټ او د بشري حقونو خپلواک کمېسیون هم د ټولیزو رسنیو په قانون کې د بدلون په اړه اندېښنه څرګنده کړې او دا یې د بیان د ازادۍ پر وړاندې ستر خنډ بللی دی.

د حکومت له لوري د ټولنیزو رسنیو د قانون د ځینو برخو د تعدیل په تړاو د آزادو رسنیو او خبریالانو له اندېښنو وروسته د افغانستان د روڼتیا څار بنسټ او د بشري حقونو خپلواک کمېسیون هم په دې اړه کلک غبرګون ښودلی او ویلي یې دي چې د حکومت دا کار د بیان د آزادۍ د محدودولو لپاره یوه هڅه ده.

د افغانستان د روڼتيا د څار بنسټ رییس سیداکرام افضلي وایي، چې د خواله رسنیو د تعدیل شوي قانون اجرايي کېدل د بیان ازادۍ لپاره خطر رامنځته کېدونکی دی.  

هغه په ټویټر کې لیکلي :«د حکومت له لوري د خواله رسنیو په قانون کې د تعدیل طرحه په افغانستان کې د بیان ازادۍ او مدني فضا د محدودیت ښودونکې ده. افغان حکومت په دې حساس وخت کې د رسنیو د محدودولو پر ځای، باید د بیان ازادۍ او بشري حقونو د ارزښتونو د دفاع بحث مطرح کړي.»

د صلاحیت لرونکې محکمې له حکم پرته پولیسو، امنیت او څارنوالۍ ته د خبریال د سرچینې افشا کول، د محکمې پر ځای د رسنیو د سرغړونې څېړونکي کمېسیون ته د رسنیو د سرغړونو د دوسیو په اړه د څېړنې او پرېکړې د واک سپارل، د رسنیو په بهرنيو پروګرامونو کې د سانسور او محدودیت لګولو لپاره د زمینې برابرول او د رسنیو د کار د جواز د لغوه کولو اسانه کول د ټولیزو رسنیو د قانون د تازه طرحې اندېښمنونکې برخې دي.

بلخوا د بشري حقونو خپلواک کمېسیون هم ویلي چې په دې نوې طرحه کې داسې موارد شته چې د تصویب په صورت کې په هېواد کې د بیان ازادۍ ته زیان رسیږي او پر رسنیو ډېر محدودیتونه وضع کیږي.

دغه کمېسیون په ټویټر کې لیکلي، چې د بیان ازادي د بشري حقونو یو له سترو ارمانونو څخه دی او د افغانستان د  تېرو څو کلونو له لویو سترو لاسته راوړنو څخه ګڼل کیږي.

خو د بشري حقونو خپلواک کمېسیون د حکومت د هغې پرېکړې هرکلی کړی چې غواړي ددې نوي قانون په اړه له رسنیو سره کېني او سلا مشورې وکړي.

بلخوا د رسنیو او اړیکو په چارو کې د ولسمشر ستر سلاکار وحید عمر ویلي چې د رسنیو او بیان ازادي یو له سترو لاسته راوړنو څخه دي او هیڅوک نه شي کولی چې له ننګونو سره یې مخ کړي.

هغه په ټویټر کې لیکلي چې له سلا مشورو او دقیقو ارزونو پرته هیڅ ډول بدلون په قانون کې نه شي راوستل کېدای.

login or register a new account.