ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د سمنګان د ملي امنیت پر ریاست برید کې اته کسان وژل شوي او ۵۳ نور ټپیان دي

د سمنګان د ملي امنیت پر ریاست برید کې اته کسان وژل شوي او ۵۳ نور ټپیان دي

author avatar
13 Jul 2020 - 18:13
د سمنګان د ملي امنیت پر ریاست برید کې اته کسان وژل شوي او ۵۳ نور ټپیان دي
author avatar
13 Jul 2020 - 18:13

ایبک (پژواک، ۲۳ چنګاښ ۹۹): د سمنګان ولایت د ملي امنیت پر ریاست د نن ورځې په برید کې چې نږدې دوه ساعته یې دوام درلود، اته کسان وژل شوي او د ملکي وګړو او نظاميانو په ګډون ۵۳ نور ټپیان شوي دي.

نن له غرمې مخکې شاوخوا ۱۰:۴۵ د سمنګانو ولایت د ملي امنیت ریاست مخې ته لومړی درنه چاودنه وشوه او وروسته دوه بریدګر دغه ریاست ته دننه شول او د غرمې تر دوولس نیمو بجو له امنیتي ځواکونو سره په جګړه بوخت وو.

عیني شاهدان وایي چې د دغه برید لومړۍ چاودنه دومره قوي وه چې له امله یې شاوخوا ۵۰۰ متره لرې هم د ودانیو ښیښې ماتې کړې دي.

د سمنګانو د والي ویاند صفت الله سمنګاني پژواک ته وویل، بریدګر درې کسان وو چې یوه یې د ملي امنیت د ریاست مخې ته له چاودېدونکو توکو ډک هاموې ټانګ ته چاودنه ورکړه او دوه نور یې د ریاست ودانۍ ته د ننه شول .

نوموړي وویل چې د امنیتي ځواکونو او بریدګرو ترمنځ جګړه د غرمې تر شاوخوا دوولس نیمو بجو، د دواړو بریدګرو تر وژل کېدو وروسته پای ته ورسېده.

د هغه د معلوماتو پراساس، په دغه پېښه کې د یوې مېرمنې په ګډون د ملي امنیت ۸ کارکوونکي وژل شوي او ۵۳ کسان ټپیان شوي دي.

هغه زیاتوي چې په دغه پېښه کې اته د ملي امنیت کارکوونکي، ۱۶ د ښاروالۍ کارکوونکي او د درېیو ماشومانو او یوې مېرمنې په ګډون ۲۹ ملکي وګړي ټپیان شوي دي.

د ښاروالۍ ودانۍ د ملي امنیت د ریاست په څنګ کې ده.

د دغه برید مسوولیت طالبانو منلی دی.

هغه مهال چې جګړې جریان درلود؛ طالبانو اعاد وکړه چې په دغه برید کې د هغه ولایت د ملي امنیت ۷۰ کارکوونکو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

حکومتي چارواکي د طالبانو دغه څرګندونې ردوي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.