منځپانګې ته تلل
شنبه ۳۱ اکتوبر ۲۰۲۶ · کابل ۳:۳۶ غ.م
۷° — په ټولو ولایتونو کې هوا
ورېځ · ↑۱۹° ↓۷°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

د پکتيکا د سروبي ولسوالۍ امنيه قوماندان ووژل شو

· ۲ دقیقې لوستل · ۱۵۲ کتنې

ښرنه (پژواک، ٢٩ چنګاښ ٩٩): د پکتيکا د سروبي ولسوالۍ امنيه قوماندان له خپلو درېيو ساتونکو سره د ماين په چاودنه کې وژل شوى دى.

د اړوندې موضوع په اړه د سروبي ولسوال محمد قاسم ايوبي د چنګاښ په ٢٩مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه د دې ولسوالۍ پر امنيه قوماندان لومړي ساتنمن دريا خان تلاش باندې د ماين چاودنه شوې ده.

هغه وايي: ((له خپلو ملګرو سره پورته کلي ته تللى و همدلته پرې د ماين چاودنه شوې ده.))

د نوموړي د معلوماتو له مخې, په دغه چاودنه کې امنيه قوماندان دريخان او درې ساتونکي يې وژل شوي دي.

دغه راز د يادې ولسوالۍ اوسېدونکي زلمي خروټي پژواک ته وويل چې دريخان د طالبانو پر وړاندې ډېر عمليات ترسره کړي وو او دغه غرنيزه سيمه يې امن کړې وه.

هغه وويل: ((تېره شپه د ماين ښکار شوى دى، موږ پرې سخت خپه يو.))

همدارنګه د يادې ولسوالۍ يو بل اوسېدونکي د نوم د نه خپرولو په شرط پژواک ته وويل: ((دريخان په خپلو شخصي امکاناتو دغه ولسوالۍ امن کړې وه، په خپلو شخصي پيسو يې له لسو ډېرې پيکاوې، راکېټونه، هاوانونه او نور وسلې اخيستې وې چې د طالبانو پر وړاندې په عملياتو کې به يې ترې ګټه پورته کوله.))

د يادونې ده چې څو ورځې وړاندې هم د دغه ولايت د بکخېل ولسوالۍ امنيه قوماندان عالم شاهين هم له طالبانو سره په مخامخ جګړه کې وژل شوى و.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول امنیت او جرمونه