ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په سمنګان او کاپیسا کې اتو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

په سمنګان او کاپیسا کې اتو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

author avatar
16 Aug 2020 - 14:39
په سمنګان او کاپیسا کې اتو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده
author avatar
16 Aug 2020 - 14:39

ایبک- محمودراقي (پژواک، ۲۶ زمري ۹۹): په سمنګان کې یوه کس خپلې دوې ورېرې وژلې دي، بلخوا بیا په کاپیسا کې د یوې ښځې د جسد موندل کېدو ترڅنګ د طالبانو او دولتي ځواکونو ترمنځ نښته کې یو پولیس وژل شوی او څلور ملکي وګړي ټپیان شوي دي.

د سمنګان ولایت د امنیې قوماندانۍ د مطبوعاتو مسوول منیر رحیمي پژواک خبري اژانس ته وویل چې تېر ماښام دوه کسان د یوې میراثي موضوع پر سر د خپل ماما له خوا وژل شوي دي.

هغه وایي چې لومړی دغه دوه وژل شوي کسان د خپل ماما کور ته دننه شوي او ماما یې له لفظي شخړې وروسته وهلی او په موټر کې تښتېدلي دي.

د هغه په خبره، د یادو دوو کسانو ماما چې غلام سخي نومېږي، خپل دغه خورییونه تعقیب کړي او د ابیک ښار په چوک کې یې پر ډزو وژلي دي.

منیر وویل چې غلام سخي تښتېدلی، خو د پولیسو تر څار لاندې دی.

د یوه بل خبر له مخې، د کاپیسا د امنیې قوماندانۍ ویاند عبدالشایق شورش وايي چې د دغه ولایت د تګاب ولسوالۍ د الماس خېل درې په بُدراب ساحه کې  د طالبانو په ډزو کې څلور ملکي وګړي چې یوه مېرمن او درې ماشومان دي، ټپیان شوي دي.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

دغه راز د کاپیسا د امنیې قوماندانۍ ویاند وایي چې نن سهار د کاپیسا د حصه اول ولسوالۍ په اشترګرام سیمه کې د شاوخوا یوې ۲۵ کلنې مېرمنې جسد هم موندل شوی دی.

د هغه په خبره، د دې ښځې هویت تر اوسه نه دی څرګند شوی او د څېړنې لپاره عدلي طب ته استول شوی دی.

شورش زیاتوي چې د وسله والو طالبانو او دولتي ځواکونو ترمنځ په څو ساعته جګړه کې چې تېره شپه د طالبانو له خوا د دغه ولایت د نجراب ولسوالۍ په کوه سابات ساحه کې د دولتي ځواکونو پر پوستو د برید له امله رامنځته شوه، د سیمه ییزو پولیسو یو سرتېری په کې وژل شوی دی.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.