جلال اباد (پژواک، ۲۷ زمری ۹۹): د ننګرهار د ولايتي ادارې او پوهنې رياست په هلو ځلو دغلته په خصوصي پوهنتونونو او ښوونځيو کې ۶۰۰ بې وزله او يتيمو کسانو ته د وړيا زده کړو زمينه برابره شوه.
چارواکي وايي، له يادو کسانو به ۱۰۰تنه په يو خصوصي پوهنتون کې په ۶۰سلنه تخفيف او ۵۰۰ چې ډېری به يې يتيمان وي ښوونځيو کې وړيا زده کړو ته شامل شي.
د خصوصي پوهنتونونو، ښوونځيو او چارواکو ترمنځ د دغې چارې هوکړه ليکونه د زمري په ۲۹مه لاسليک شول.
د ننګرهار سرپرست والي تميم عارف مومند وويل، د خپلواکۍ د ۱۰۱مې کاليزې په وياړ دوی يو شمېر خصوصي ښوونځي دې ته وهڅول چې يتيمو او بې وزله زده کوونکو ته د وړيا زده کړې زمينه برابره کړي.
دی وايي، په مرکز او ولسواليو کې د ځينو خصوصي ښوونځيو مسوولينو ومنله چې پنځه سوه يتيمانو ته به د وړيا زده کړې زمينه برابره کړي چې نن ورسره هوکړه ليک لاسليک شو.
په ننګرهار کې د خصوصي ښوونځيو د ټولنې مسوول رييس الحق ناصري وويل چې له دغو پنځه سوه زده کوونکو څخه به فيس هم نه اخيستل کېږي او هڅه به کېږي چې نورې اسانتياوې هم ورته برابرې شي.
بلخوا د ننګرهار د پوهنې رياست جلال اباد کې د خراسان په نوم يو خصوصي پوهنتون سره يوه هوکړه وکړه چې سلو بې وزله زده کوونکو ته به د لېسانس زده کړو زمينه برابره کړي.
د پوهنې رييس حسيب الله شينواري وويل، ياد پوهنتون ورسره منلې چې له ۱۲م ټولګيو فارغو سلو بې وزله زده کوونکو ته به په انجنيرۍ او بشري علومو پوهنځيو کې د ازموينې له لارې په ۶۰ سلنه تخفيف د زده کړو زمينه برابره کړي.
دی وايي، دا چاره د هغو زده کوونکو لپاره ده چې د لوړو زده کړو پلان لري، خو د اقتصادي ستونزو له امله ورته لاسرسی نه شي پيدا کولی.
د خراسان د خصوصي پوهنتون مشر ډاکټر طارق کمال وويل، يادو سلو تنو محصلينو ته يې يوه بله چاره هم برابره کړې که په ازموينو کې په لومړۍ، دويمه او درېيمه درجه بريالي شي، نو پاتې څلوېښت سلنه فيس هم ورڅخه نه اخيستل کېږي.
په عين حال کې د ننګرهار د خصوصي ښوونځيو ادارو له ولايت مقام سره ومنله چې د کرونا ويروس له امله د قرنطين په موده کې چې درېيو مياشتو (وري، غويي او غبرګولي) کې و، له زده کوونکو به فيسونه نه اخيستل کېږي.
په ورته وخت کې د ننګرهار د خصوصي پوهنتونونو زده کړيالان شکايت کوي چې د رخصتيو په موده کې چې قرنطين و د هغې مودې فيسونه ترې هم اخيستل کېږي.
شفيع الله کاکړ چې په يو خصوصي پوهنتون کې زده کړې کوي وايي، ډېر محصلين ځکه په ازموينه کې له ګډون څخه محروم شوي چې د انلاين زده کړو پرمهال يې فيس نه و ورکړی.
د ننګرهار سرپرست والي وايي، خصوصي پوهنتونونو سره يې په دې برخه کې خبرې اترې پيل کړې دي.
You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










