فېروزکوه ( پژواک، ۲۷ زمری ۹۹): په غور کې د طبي بوټو خرڅلاو په داسې حال کې بازار پیدا کړی او د یو شمېر خلکو لپاره د درامد سبب شوي چې د دغه ولایت د کرنې ریاست د ځینو دغو بوټو د احتمالي ورکېدو خبر ورکوي.
هنګ، شېرین بویه، یام، کاکوټي او زیره په غور کې له طبیعي بوټو څخه دي چې په دغه فصل کې ښه حاصلات لري او د دغه ولایت یو شمېر اوسېدونکي هغه راټولوي او پر سوداګر یې پر ښه بیه پلوري.
د فېروزکوه ښار په څنډه د بهاري کلي یوه بزګر جمعه خان پژواک خبري اژانس ته وویل چې په دې ورځو کې د «یام» په راټولولو بوخت دی.
هغه په داسې حال چې ویل یې په ورځ کې شاوخوا پنځه کیلوګرامه یام راټولوي، زیاته کړه: «د ورځې بایان بند (سیا کوه) ته ځم او یام راټولوم، بیایې راوړم او پلورم یې، وروسته هغه پسابند ته وړي او نپوهېږم چې له هغه ځایه یې چېرته وړي. هره کیلو یام له موږ څخه په دوسوه افغانۍ پېرې.»
«یام» یا شېرین کچالو، په غور ولایت کې یو له طبیعي بوټو دی، بیروني پوست یې قهوه یي او غوښه یې سپینه ده چې ویټامینونه لري او ډېرې ګټې په کې دي.
د فېروزکوه ښار د اهنګرانو کلي یو اوسېدونکی عبدالجبار وایي چې طبي بوټي د سیاکوه له لمنو راټولوي او وروسته پر سوداګرو پلوري.
هغه په داسې حال کې چې ویل یې له دغه کار څخه ښه عاید ترلاسه کوي، زیاته کړه: «هره ورځ مې له زامنو سره د غره لمنې ته ځم، شېرین بویه او یام راټولوو، د فېروزکوه ښار په اهنګرانو بازار کې سوداګر دی چې دغه بوټي له موږ نه په ډېره ښه بیه پېري.»
نوموړی چې د بوټو د پلور بیې په اړه څه نه وایي، وویل: «همدغه بوټي دي چې زموږ ژوند راڅرخوي، ښه عاید لاس ته راوړو، موږ هېڅ فکر نه کاوه چې زموږ په غرونو کې به داسې ارزښت لرونکي بوټي موجود وي.»
د هغه په خبره، د غور لسګونه اوسېدونکي د طبي بوټو په راټولولو بوخت دي او له همدې لارې ښه عاید هم لري.
هغه کسان چې دغه بوټي د غور له اوسېدونکو پېري، د فېروزکوه ښار په اهنګرانو بازار کې دي.
هغه کس چې دغه پوټي پېري او نه غواړي چې نوم یې یاد شي، پژواک ته وویل: «موږ څو کسان همدغه کار کوو، طبي بوټي د غور له اوسېدونکو په ډېره ښه بیه پېرو او پاکستان ته یې وړو او هلته یې په لوړه بیه پلورو.»
هغه زیاته کړه: «زموږ یوه ډله چې بوټي راټولوي، بله ډله مو دغه بوټي پېري او درېیمه ډله راټول شوي بوټي پاکستان او ایران ته وړي.»
د هغه په خبره، له یادو ټولو بوټو د یام ډېر علاقمندان په پاکستان کې دي چې په ډېره لوړه بیه پلورل کېږي خو زیره او شېرین بویه په ایران کې ښه پلورل کېږي.
نوموړي د دې په اړه د پوښتنې په ځواب کې چې ایا همسایه هېوادونو ته د دوی دغه صادرات د قانون خلاف نه دي؟ وویل: «دغه بوټي خپله راشنه کېږي او خپله غټېږي او که له هغه څخه ګټه وانه خیستل شي، له منځه ځي ښه ده چې د خلکو لپاره د عایداتو ښه سرچینه وي.»
خو د غور د کرنې ادارې مسوولین وایي چې هر کال د دغو بوټو د انقراض د مخنیوي لپاره د امنیتي ځواکونو په وړاندې کمېټې تشکیلوي، خو له لرې پرتو سیمو څخه د کم پیدا بوټو قاچاق اوس هم روان دی.
د غور د کرنې ریاست سرپرست فرید احمد فردوس وویل چې دغه پوټي په ایران، پاکستان او هند هېوادونو کې پېرونکي لري او په دغه هېوادونو کې له هغه څخه د درملو په جوړولو کې ګټه اخیستل کېږي.
هغه زیاته کړه: «له هنګ، یام، شېرین بویه، زیرې او نورو طبي تباتاتو چې ارزښت لرونکي دي ځینې ګټه اخیستونکي یې د طبي نباتاتو په نوم له دغه ولایته په غیرقانوني او بې رحمۍ هغه ځایونو ته چې دولت لاسرسی نه لري، قاچاق کوي، له ولایت او هېوده بهر یې هند، پاکستان او ایران ته وړي چې د زموږ د ټولنې لپاره اقتصادي ضربه ده، له بده مرغه زموږ د ولایت دغه نباتات د ورکېدو په حال کې دي.»
د غور امنیتي مسوولین وایي چې تېر کال یې د دغه بوټو څو قاچاقبران نیولي او اوس هم د دغه بوټو د قاچاق د مخنیوي لپاره پوره تیاری لري.
غور ولایت د افغانستان په مرکز کې له غرنیو ولایتونو څخه دی چې په غرونو کې یې طبي بوټي ډېر راشنه کېږي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










