ميدانښار(پژواک، ۲۸ زمری ۹۹): د میدان وردګو د اطلاعاتو او فرهنګ رياست له خوا د خپلواکۍ د بېرته اخيستو د ۱۰۱ کاليزې په مناسبت د کتابونو او انځورونو درې ورځنی نندارتون پرانيستل شو.
نن په ميدان وردګو ولايت کې د ولايتي چارواکو په ګډون د خپلواکۍ د بېرته اخيستو ۱۰۱ کاليزه ونمانځل شوه .
د خپلواکۍ د ورځې په وياړ د ميدان وردګو د اطلاعاتو او فرهنګ رياست او د تعليمي سفيرانو په نوم مدني بنسټ له خوا نن په ميدان ښار کې د يادې ورځې او د غازیانو انځوریز او د مطالعې فرهنګ د ترويج په موخه د کتابونو درې ورځنی نندارتون پرانيستل شو.
د ميدان وردګو د اطلاعاتو او فرهنګ رييس بشير محمدي د ياد نندارتون په پرانيستغونډه کې وويل چې د ياد نندارتون د پرانيستو موخه د خپلو اتلانو د پېژندنې او د علمي او تحصيلي وړتياوو د لوړوالي په موخه د مطالعې ترويج دى.
هغه وويل: ((د وينو په زور مو خپلواکي ګټلې او خپلواکي يواځې په علم ساتل کيږي، موږ بايد د لوړو زده کړو خاوندان واوسو او خپل اتلان وپېژنو؛ هغه وخت د خپلو اتلانو او غازيانو له کارنامو خبرېدای شو چې د هغوی کارنامې ولولو.))
مدني فعال ذبيح الله فاروقي هم د ياد نندارتون پرانيستل د مطالعې فرهنګ د ترويج او داتلانو د پېژندلو لپاره مهم ګام وباله او پر چارواکو يې غږ وکړ چې د تعليم او افغاني فرهنګ د دود په موخه دې ورته کړنې ترسره کړي.
تر دغو مراسمو وروسته ځوانانو د يادې ورځې په وياړ ملي اټن هم وکړ.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










