کابل (پژواک، ۲۸ زمری ۹۹): د اوبو د مدیریت برخې متخصص وايي، دافغانستان په کانالونو کې ۴۲ سلنه او مزرعو کې کابو ۷۰ سلنه اوبه ضایع کېږي،اوبه د تقاضا پر اساس نه دي وېشل شوې.
د افغانستان علومو اکاډمي د سيمه ييزو مطالعاتو مرکز د محمود طرزي فکري بنسټ له لوري تېره ورځ (د زمري ۲۷مه نېټه) پژواک خبري اژانس ته په رااستول شوې خبرپاڼه کې راغلي، افغانستان کې د اوبو د کمښت راپورته کېدونکې ستونزې او ننګونې تر عنوان لاندې یې یوې علمي غونډې ته ډاکټر فضل الله اختر چې د المان Rheinische Friedrich – Wihelma پوهنتون څخه د اوبو مدیریت برخه کې ماسټري او دوکتورا لري رابللی دی.
هغه په دغې غونډې کې وویل، د افغانستان د اوبو لویو پنځو حوزو یادونه وکړه او زیاته یې کړه، چې موږ په افغانستان کې د اوبو پنځه لويې حوزې لرو چې د هغې له جملې يې يواځې د شمالي حوزې اوبه د هېواد په داخل کې بهيږي او د نورو ټولو حوزو اوبه د هېواد له قلمرو څخه بهر ته بهيږي چې له همدې امله د ګاونډيو سره پر دې برخه شخړې هم رامنځته کېدای شي.
دی وايي، اقلیمي بدلونونه، د نفوسو زیاتوالی او اوبو د تقاضا زیاتوالی، داوبو لګونې سیستم کې ستونزې، د اوبو سکتوري بنسټونو ترمنځ نه همغږي، د اوبو غیر منصفانه وېش، د اوبو ککړتیا او له ګاونډیو هېوادونو سره د اوبو پر سر اختلافات په راتلونکي کې د افغانستان د اوبو د کمښت د مهمو عواملو په توګه یاد کړل.
هغه زیاته کړه، تر ۲۰۵۰زکال پورې که د هوا ککړتیا همداسې ادامه پیدا کړي، نو هوا به ګرمه شي او د بدخشان او شمالي ولایتونو کې به د واورو زېرمې اوبه شي او سیلابونه به راشي، چې لویې ستونزې او خسارات به رامنځته کړي، همدارنګه د افغانستان ځینو ولایتونو کې به وچکالي رامنځته او د باران ورښت کچه به را کمه شي.
د اختر په وینا، افغانستان کې د اوبو لګولو (ابیاري) سیستم کې ستونزې شتون لري او په کانالونو کې ۴۲ سلنه او مزرعو کې کابو ۷۰ سلنه د اوبو ضایعات لرو، همدارنګه د اوبو وېش کې هم توازن نشته، کرنې په برخه کې ۹۸ سلنه، صنعت په برخه کې ۱ سلنه او د څښاک په برخه کې ۱ سلنه اوبه کارول کیږي، دلته اوبه د تقاضا پر اساس وېشل شوې نه دي.
هغه د اوبو د متخصص کادرونو نشتوالی، د اوبو تنظیم لپاره له انکشافي ټکنالوجۍ څخه ګټه نه اخیستل او د اوبو اړوند ادارو ترمنځ نه همغږي د اوبو مدیریت برخه کې له مهمو ستونزو یاد کړل.
د محمود طرزي فکري بنسټ په یاده ناسته کې لومړی د سيمه ييزو مطالعاتو د مرکز رئيس څېړندوی محمد سرور احمدزي وویل چې اوبه مهمه حیاتي منبع ده، د کرنې او د برېښنا د تولید برخه کې ورڅخه زیاته ګټه اخیستل کیږي، خو متاسفانه افغانستان له مرکزي اسیا څخه د اړتیا وړ برېښنا واردوي او د کرنې په برخه کې هم له اوبو څخه په سمه توګه ګټه نه ده اخیستل شوې او زموږ اوبه ګاونډیو هېوادونو ته بهیږي.
دی وايي، د اوبو مدیریت مسئله په یوې ملي او سیمه ییزې موضوع باندې اوښتې، نو ځکه یې "په افغانستان کې د اوبو د کمښت راپورته کېدونکې ستونزې او ننګونې" تر عنوان لاندې موضوع باندې بحث لپاره ډاکتر فضل الله اختر ته بلنه ورکړې ده.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن