منځپانګې ته تلل
چهارشنبه ۱۸ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۱:۰۳ غ.م
۱۲°صاف · ↑۱۴° ↓۲°د هوا کیفیت: منځنی
غړي

ننګرهار کې له نږدې ۱۷زره کسانو کانکور ازموینه پيل شوه

· ۲ دقیقې لوستل · ۱۳۱ کتنې

جلال اباد (پژواک، د وږي لومړۍ نېټه ۹۹): د ننګرهار په پوهنتون کې د دوو زرو نجونو په ګډون له نږدې ۱۷زره کسانو د نيمه لوړو زده کړو، لوړو زده کړو او ماسټرۍ لپاره د کانکور ازموينه پيل شوه.

چارواکي وايي، ټاکل شوې چې ازموينه درې ورځې دوام وکړي.

دغه ازموينه نن (د زمري لومړۍ نېټه) پیل شوه او په درېیو ورځو کې به پای ته ورسېږي.

د ننګرهار پوهنتون رييس پوهاند خلیل احمد بهسودوال وویل، سږ کال به په دغه ولایت کې د دوه زره یو شپېته نجونو په ګډون دیارلس زره ۱۸۲ د ۱۳۹۹ کال دوولس پاسان او ۳۴۸۱ کسان د هېواد او ختیځ په کچه د نیمه لوړو زده کړو موسسو او ماسټرۍ پروګرام لپاره د کانکور ازموینه کې ګډون وکړي.

د ننګرهار سرپرست والي تمیم عارف مومند وويل چې د کانکور ټول داوطلبان بایومټریک شوي او ازموینه به له درغلۍ پرته په رڼه توګه ترسره شي.

هغه زیاته کړه چې د دې ازموینې لپاره کلک امنیتي تدابیر هم نیول شوي دي.

هغه د کانکور له ګډونوالو وغوښتل چې پوښتنې دې په ډاډ سره حل کړي او د خپلې خوښې پوهنځیو ته په انتخاب کې دې له دقت څخه کار واخلي.

دغه راز والي ډاډ ورکړ چې د کانکو په پروسه کې به چا ته د مداخلې اجازه ور نه کړي.

د کانکور ازموینې کمېټې مشر پوهنمل دوکتور سید روضت الله مجید وویل، د نورو ولایتونو په پرتله په ننګرهار کې د کانکور ګډونوال زیات دي او ډاډ یې ورکړ چې په بشپړ شفافیت سره به ازموینه واخیستل شي.

مسوولینو د ازموینې له پیلېدو مخکې د کانکور د ګډونوالو او ټاکل شوو کمېټو پر وړاندې مهرلاک شوي صندوقونه پرانیستل او رسماٌ یې د کانکور اخیستو لړۍ پیل کړه .

د کانکور ازموینې ګډونوالو هم هيله وښوده چې پروسه په شفافیت او دوی ته د سهولتونو په شتون سره ترسره شي.

د دوی له ډلې د جلال اباد ښار د ميا عمر لېسې فارغ سميع الله غوښتنه وکړه چې د کانکور پايلې واسطو او سمتونو ته په کتو نه، بلکې لياقت ته په کتلو اعلان شي.

د یادونې ده، د کانکور ازموینه د پوهنتون استادانو په همکارۍ د کانکور د ملي ادارې له لوري اخیستل کېږي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول ښوونه او روزنه