ښرنه (پژواک، ٤ وږى ٩٩): د پکتيکا په مرکز ښرنه کې د سترګو له نعمته بې برخې شوی یو پخوانی پولیس سرتېری د اقتصادي ستونزو له امله له خپلې مېرمنې سره په ګډه له خلکو خيرات ټولوي.
دغه سرتېرى عبدالوحيد نومېږي؛ ١٤ کاله يې د پکتيکا په جاني خېلو ولسوالۍ کې دنده ترسره کړې خو شاوخوا دوه کاله وړاندې يې د يوې چاودنې پر مهال جوړه سترګې له لاسه ورکړې او دا مهال هېڅ هم نه ويني.
مرسل د عبدالوحيد مېرمن ده، ٣٦ کاله عمري لري، خو د ژوند ناخوالو ډېره ځپلې او سوال کولو ته يې اړه کړې ده.
مرسل پژواک ته وويل چې خاوند يې ١٤ کاله په جاني خېلو ولسوالۍ کې د پوليسو په ليکو دنده ترسره کړې او د نظام د پايښت لپاره يې قرباني ورکړې ده.
هغې زياته کړه: ((دوه کاله مخکې چاودنه پرې وشوه، دواړه سترګې يې ړندې شوې، کله چې د وحيد سترګې ړندې شوې، زموږ ژوند هم تياره شو.))
نوموړى وايي چې خاوند يې د کار کولو وس نه لري، په کور کې د کار کولو لپاره بل کس هم نه لري نو ځکه له خپل خاوند سره يو ځاى هر سهار د ښرنې په بازار کې خيرات ټولوي.
دې وويل کله يې چې د خاوند سترګې يې ړندې شوې، نور يې په کلي ژوند نه شو تېرولاى نو ښرنې ښار ته راغلل او دلته د کوچيانو په سيمو کې په يوه خېمه کې ژوند کوي.
هغې زياته کړه: ((د کرايې کور نيولو وس نه لرو، په داسې يو ځاى کې ژوند کوو چې حيوان يې هم په کې نه کوي، خو څه وکړو مجبوريت دى.))
مرسل غوښتل نورې خبرې هم وکړې خو پرله پسې اوښکو او ژړا د خبرو کولو وخت ورنه کړ او غلې شوه.
خپله عبدالوحيد پژواک ته وويل چې خپلې سترګې يې د نظام د بقا لپاره له لاسه ورکړې خو تر اوسه مرسته ورسره نه ده شوې.
هغه وويل: ((کله مې چې سترګې له لاسه ورکړې نور مې چا پوښتنه ونه کړه، خپله مې ډېرې هلې ځلې وکړې اوس يواځې د معلوليت امتياز ترلاسه کوم.))
نوموړى وايي چې د دندې پر مهال يې ډېرې سختې ليدلې دي، يواځې ٥٢ ځلې په کلابندۍ کې راګير شوی خو خداى پاک ژغورلى دى.
دى وايي: ((دا به د چا ضمير ومني چې له خپلې مېرمنې سره بازار کې وګرځي او خيرات وغواړي، خو مجبوريت هم ډېر بد شى دى، مېرمنه مې ما له لاسه نيسي ټوله ورځ له دوکاندارنو او خلکو خيرات غواړو.))
عبدالوحيد له اړوند چارواکو غوښتنه وکړه چې مرسته ورسره وکړي څو اقتصادي ستونزې يې هوارې شي.
دغه معلول سرتېري پر حکومت او طالبانو هم غږ وکړ چې ورور وژنه نوره بنده او د سولې د راتګ لپاره خپلې هلې ځلې ګړندۍ کړي.
د اړوندې موضوع په اړه د پکتيکا امنيه قوماندان نثاراحمد عبدالرحيمزي پژواک ته وويل چې د دغه سرتېري د ژوند په حالت خبر دى او کوښښ کوي چې هر راز مرستې ورسره وکړي.
ده وويل: ((له پژواک سره له مرکې وروسته ورسره د شل زره افغانيو مرسته کوم او په پام کې لرم چې د خوراکي او نورو توکو مرسته هم ورسره وکړم.))
د يادونې ده، د عبدالوحيد ترڅنګ ګڼ شمېر نور سرتېري هم شته چې د ژوند له سختو ستونزو سره مخ دي او لاسنيوي ته اړتيا لري.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










