Language

“د کابل پغمان کې یو کس له څلورو مقناطیسي ماینونو سره نیول شوی”

کابل (پژواک، ۵ وږی ۹۹): امنیتي ځواکونو د کابل په پغمان ولسوالۍ کې یو کس له څلورو مقناطیسي ماینونو او یوه کرولا موټر سره نیولی دی.

ملي دفاع وزارت وایي، د زاهدالله په نوم دغه کس نن د ۱۱۱ مې فرقې د دویم کنډک ګډو دفاعي او امنیتي ځواکونو د کابل ولایت د پغمان ولسوالۍ اړوند د کوزې ارغندۍ په سیمه کې نیولی دی.

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې کابل کې د مقناطیسي ماینونو چاودنې ډېرې شوي او یو شمېر کسانو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده.

login or register a new account.