کابل(پژواک، ۷ وږی ۹۹):د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو کمېسیون د ښوونکو او د ملکي خدمتونو ورودي کچې (پنځم او شپږم) ۱۶۱۱۱بستونو د ګومارنې پروسه په کابل کې د ښوونکو ډله ییزې ازموینې په ترسره کولو سره پيل کړه.
د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمېسیون په خبرپاڼه کې راغلي چې د ګومارنې په دغه پروسه کې د هېواد په ۳۴ ولایتونو کې د ښوونکو ۱۱ زر او ۴۹۶ بستونه او د ملکي خدمتونو ۴۶۱۵ پنځم او شپږم بستونه شامل دي.
سرچینه زیاتوي چې د یادو بستونو درې سلنه معلولیت لرونکو اشخاصو ته ځانګړي شوي دي.
په خبرپاڼه کې راغلي چې کمېسیون په دې وروستیو کې د اروزګان، بادغیس، بامیان، پروان، پکتیا، پکتیکا، خوست، زابل، غور، فراه، کاپيسا، نیمروز او هلمند ولایتونو د ښوونکو او پنځم او شپږم بستونه ازادې سیالۍ ته وړاندې کړي دي او د نورو ولایتونو تش بستونه په راتلونکو اوونیو کې سیالۍ ته وړاندې شي.
په خبرپاڼه کې راغلي چې د کابل ولایت ښار او ولسوالیو کې د ښوونکو ډله ییزه ازموینه نن جمعه د (وږي په ۷) ترسره شوه، چې ۱۰ زر او ۳۰۵ تنو په کې برخه اخیستې وه. د ډله ییزې ازموینې برخوالو د ښوونکو ۷۴۹ بستونو لپاره سیالۍ وکړې.
د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمېسیون مشر احمد نادر نادري د ګومارنې پروسې په پرانيستغونډه کې وویل چې په کابل کې د ښوونکو بستونو ازموینې ګډونوالو له جملې ۶۰ سلنه یې ښځې دي.
هغه زياته کړه، چې مېرمنې د لازمو ظرفیتونو په لرلو سره ورځ تربلې له نارینه وو سره په مساوي ډول د ګومارنې په سیالیو کې، سیالۍ کوي او د هېواد په ابادولو کې ونډه اخلي.
د ده د معلوماتو له مخې، په تېرو درې کلونو کې ۸۱ زره کسان د ازادې، سیستماتیکې او رڼې سیالۍ له لارې ګومارل شوي دي.
د پوهنې وزارت سرپرست وزیرې، رنګینې حمیدي په نننيو مراسمو کې وويل: « موږ او تاسې او د رسنیو دوستان نن شاهد یو چې د ښوونکو بستونو ډله ییزې ازموینې پروسه، په شفاف ډول تنظیم شوې او په ډېر شفافیت سره به مخکې لاړه شي. د پوهنې وزارت ژمنه کوي چې له دې وروسته به، هره پروسه چې د دغه وزارت په چوکاټ کې پیل شي، په شفاف ډول ترسره شي.»
دغه راز د لوړو زده کړو سرپرست وزیر، عبدالتواب بالا کرزي په نننيو مراسمو کې وويل چې افغانستان نن د ازموینو په برخه کې ډېر ښه ظرفیت پيدا کړی او هغه ازموینې چې د ازموینې ملي ادارې له خوا ترسره کېږي، شفافیت په کې په ښه توګه تامین کېږي او حق حقدار ته رسېږي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










