منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۰ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۹:۰۸ غ.و
۱۰° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۶° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

ولسمشر غني : فولکلوري ادبیات د تاریخ او ملت پېژندنې سند دی

· ۲ دقیقې لوستل · ۱۱۴ کتنې

 کابل(پژواک، ۱۱ وږی ۹۹): ولسمشر غني وایي، فولکلوري ادبیات د افغانستان د تاریخ او ملت پېژندنې سند دی، که همداسې پاتې شي، هېرېږي او ورو ورو له منځه ځي.

له ارګ څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي دي، چې ولسمشر محمداشرف غني د پکتیکا ولایت استادانو او محصلینو ته د افغاني کلتور پېژندنې، فولکلور پوهنې او ارزښت په اړه ټيلېفوني وینا وکړه.

په خبرپاڼه کې راغلي چې د افغاني کلتور او فولکلور پېژندنې لوړ ماخذونه ولس، د دوی څلي، نرخونه، تیږه او هغه بنسټونه دي چې ولس پرې راټولېږي او دا یوازې د دوی د ذهن او تجربو زېږنده ده.

سرچينې لیکلي، تیږه ایښودنه په افغاني فرهنګ او فولکلور کې د وینې بندېدو اساس دی، ځکه لویې شخړې له تیږې ایښودنې سره هوارې شوي او د فولکلوري زېرمو د پیاوړتیا او خوندیتوب لپاره به دولت لازمه همکاري وکړي.

د هیواد جمهور رئیس د پکتیکا فولکلوري او کلتوري زېرمو ته په اشارې وویل: «فولکلوري ادبیات زموږ د تاریخ او ملت پېژندنې سند دی، که همداسې پاتې شي، هېرېږي او ورو ورو له منځه ځي. د لوګر د سلطان صاحب فولکلوري او کلتوري روایت تر ډېره زموږ له خلکو سره خوندي و، خو اوس له دغه ارزښت څخه موږ ته یوازې یو څو بیته راپاتې دي.»

ولسمشر په وینا، افغاني ټولنه د فکر روښانه طریقه لري. افغاني ټولنه افراطي نه، بلکې د عزت ټولنه ده، د هر چا عزت او درناوی په کې خوندي دی. 

ولسمشر د فولکلور ارزښت ته په اشارې وویل، دغه پانګه د ژبې د بډاینې لپاره ارزښتمنه ده، ژبه د هویت او وحدت سمبول، د تمدن نښه او د همغږۍ وسیله ده، همدغو ارزښتونو ساتلې او پاللې.

 ولسمشر د پکتیکا پوهنتون استادانو او محصلینو ته په خطاب کې وویل:« د دغې عظیمې برخې راټولول پرتاسو او خپرول يې پرما.»

د پکتیکا پوهنتون ريیس علي جان عادل د یاد پوهنتون محصلینو او استادانو ته د جمهوررئیس د لارښودې وینا او د هغه په لارښوونه په پکتیکا پوهنتون کې د دوه پوهنځیو د ایجاد مننه وکړه او همدارنګه یې د پکتیکا پوهنتون ودانۍ جوړولو ته د جمهور رئیس د پاملرنې غوښتنه وکړه.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول دین او کلتور