منځپانګې ته تلل
چهارشنبه ۲۸ اکتوبر ۲۰۲۶ · کابل ۴:۵۷ غ.و
۱۷° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۹° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

د پکتیکا خلک: سیمه ییزو پولیسو امنیت ټینګ کړی خو روزنې او وسلو ته اړتیا لري

· ۲ دقیقې لوستل · ۱۴۳ کتنې

ښرنه (پژواک، ١٦ وږى ٩٩): د پکتيکا اوسېدونکي وايي چې سيمه ييزو پوليسو د دغه ولايت د امنيت په ټينګښت کې ښه نتيجه ورکړې خو د روزنې او وسلو په برخو کې ستونزې لري.

د پکتيکا ولايتي شورا غړي عبدالمبين فقيرزاده د وږي په ١٦مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د نورو امنيتي ارګانونو په پرتله سيمه ييزو پوليسو د دغه ولايت د امنيت د ټينګښت په برخه کې ښه پايله لرلې ده.

هغه زياته کړه: ((دلته په ډېرو کليو کې موږ سيمه ييز پوليس لرو، تقريباً د جګړې په لومړۍ کرښه کې  همدوى پراته دي، خلک ترې سخت خوشحاله دي او امنيت يې هم ښه ټينګ کړى دى.))

خو ده وويل چې دغه پوليس د روزنې او وسلو په برخو کې ستونزې لري چې اړوند مسوولين بايد ورته اړينه پاملرنه وکړي.

دغه راز د مرکز ښرنې اوسېدونکي عبدالحکيم پژواک ته وويل، که څه هم چې سيمه ييزو پوليسو ته اړينه روزنه نه ده ورکړل شوې خو د امنيت په ټينګښت کې يې رول بد نه دى.

هغه وايي: ((دغه پوليس کله نا کله عامو خلکو ته هم ستونزې جوړوي او يواځېنى علت يې د مسلکي روزنې نشتوالى دى.))

همدارنګه د پکتيکا د يحيى خېلو ولسوالۍ د سيمه ييزو پوليسو قوماندان شېرمحمد پژواک ته وويل چې د خلکو په همکارۍ دوى توانېدلي دي، امنيت ټينګ کړي.

خو دى هم وايي چې د وسلو او روزنې په برخو کې ستونزې لري، بايد حکومت يې ورته حل کړي.

دغه راز د پکتيکا د امنيې قوماندانۍ وياند شاه محمود ارين پژواک ته وويل چې سيمه ييزو پوليسو ته په بېلابېلو برخو کې وخت پر وخت روزنه ورکول کېږي.

ده وويل: ((موږ يې نور مشکلات هم حل کوو او د دغه ولايت د پوليسو رهبري له سيمه ييزو پوليسو څخه کلک ملاتړ کوي څو د امنيت په ټينګښت کې مهم رول ولوبوي.))

د اړوندې موضوع په اړه د پکتيکا مرستيال والي شېر بادشاه اورګوني پژواک ته وويل چې د سيمه ييزو پوليسو ترڅنګ سيمه ييزې اردو هم ښه نتيجه ورکړې ده.

ده وويل چې د سيمه ييزو پوليسو د يادو ستونزو په اړه په ولايت او مرکز کې له اړوندو چارواکو سره خبرې کوي څو حل شي.

د يادونې ده، پکتيکا ١٨ ولسوالۍ لري چې نږدې په ټولو کې يې سيمه ييزو پوليس فعال دي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول امنیت او جرمونه