جلال اباد (پژواک، ۱۷ وږی ۹۹): اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسيون مسوولين وايي، قانون ټولو وګړو ته د هغو اطلاعاتو چې محرم نه وي د غوښتلو حق ورکړی، خو ولس بايد دا جرئت پيدا کړي چې اطلاعات وغواړي.
دوی وايي، د افغانستان د اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون د نړۍ په کچه لومړی مقام لري؛ خو پلي کېده يې خپله نه کېږي بايد رسنۍ، مدني ټولنې او عام خلک ورته په ګډه کار وکړي.
د دغه کمېسيون کمېشنر حمد الله ارباب دا څرګندونې د وږي په ۱۷مه جلال اباد ښار کې اطلاعاتو ته د لاسرسي لارو چارو په تړاو جوړ شوي دوه ورځني ورکشاپ کې وکړې.
دا پروګرام په ننګرهار کې د فکري دريځ ټولنې له خوا جوړ شوی و چې لسګونو مدني فعالانو او د پوهنتون محصلينو په کې برخه اخيستې وه.
پروګرام ته د خبرو پرمهال اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسيون کمېشنر حمدالله ارباب وويل، د افغانستان د اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون د نړۍ په کچه لومړی مقام لري، خو تطبيق يې ځکه ستونزمن دی چې خلک اطلاعاتو ته د لاسرسي غوښتنه نه کوي.
دی زياتوي، ياد قانون له مدني فعال، خبريال، لوستي شخص نيولې د ټولنې عادي بې سواده وګړي ته هم حق ورکړی چې اطلاعاتو ته د لاسرسي غوښتنه وکړي او خپل حق تر لاسه کړي.
هغه زياته کړه: ((نو زما هيله تاسو نه دا ده چې ولس بايد دا جرئت پيدا کړي، ادارات را ونيسي، حساب ورسره وکړي، موږ به هم ادارات په يو نه يو شکل وهڅو چې اطلاعات درکړي تاسو ته او تاسو هم بايد زموږ په شمول له ټولو سره حساب وکړئ.))
اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسيون د څارنې غړي ولي الله مصباح وويل، همدا قانون دی چې په چارو کې روڼتيا رامنځته کوي او د فساد مخه نيسي، خو هغه وخت دا چاره ګټوره ده چې ولس خپل حق وغواړي.
د فکري دريځ ټولنې استازي سرحدي ځواک وويل، له دې پروګرام څخه يې موخه خلک له دې خبرول دي چې اطلاعاتو ته لاسرسی يې قانوني حق دی او هيڅوک ترې دا حق نه شي اخيستلی.
سميع الله چې په دې ورکشاپ کې يې ګډون کړی و، وويل، پخوا په دې نه پوهېده چې اطلاعاتو ته لاسرسی يې قانوني حق دی او له کوم قيد او شرط پرته يې غوښتلی شي؛ خو وايي اوس ورته معلومه شوه چې قانون دا حق ورکړی دی.
د ننګرهار والي وايي، د اعتماد جوړونې په موخه مسوولينو ته لارښوونه کوي چې د قانون له مخې ټول معلومات ولس سره په رښتيني بڼه شريک کړي.
بلخوا اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسيون کمېشنر حمدالله ارباب نن د ننګرهار والي ضياء الحق امر خېل سره هم ليدلي دي.
والي نوموړي ته دليدنې پر مهال ډاډ ورکړ چې په ولايتي ادارې د باور او اعتماد جوړونې په موخه به مسوولينو ته جدي لارښوونه وکړي چې د قانون له مخې، ټول معلومات ولس سره په رښتيني بڼه او ټاکلې موده کې شريک کړي .
امر خېل زیاته کړه؛ که په رښتیني او ټاکلې وخت خلک اطلاعاتو ته لاسرسی پیدا کړي، د فساد او بې عدالتۍ مخنیوی کیږي، علماؤ کرامو او د نورو قشرونو باور فضا زیاتیږي او له همدې امله د ولس او حکومت ترمنځ شته واټن لمنځه ځي.
د اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون کمېشنر د ننګرهار والي څخه مننه وکړه، چې په یاده برخه کې سپارښتنې کوي، همدا راز یې دغه ولایت ته د یو رسمي سفر ترسره کولو ژمنه وکړه او د کمېسیون له لوري يې د همکارۍ ډاډ ورکړ.
اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون په ۱۳۹۶ کال کې د ولسمشر محمد اشرف غني له لوري په ۶ فصلونو او ۴۱ مادو کې توشيح او پلي کېدو وړ وګرځېد.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










