ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

مسعود: د “شهید اوونۍ” ته دې احترام وشي او د خلکو له ځورونې دې ډډه وشي

مسعود: د “شهید اوونۍ” ته دې احترام وشي او د خلکو له ځورونې دې ډډه وشي

author avatar
7 Sep 2020 - 17:50
مسعود: د “شهید اوونۍ” ته دې احترام وشي او د خلکو له ځورونې دې ډډه وشي
author avatar
7 Sep 2020 - 17:50

کابل (پژواک، ۱۷ وږی ۹۹): د "احمدشاه مسعود بنسټ" رییس خلک وهڅول چې د شهید اووني ته احترام وکړي، له هېوادوالو په ځانګړې توګه له ځوانانو یې وغوښتل چې د خلکو له ځورولو ډډه وکړي او عامه ذهنیت خراب نه کړي.

د دغه بنیاد رییس احمد ولي مسعود نن په یوه خبري غونډه کې چې د شهید اوونۍ نمانځلو د چمتووالي په موخه جوړه شوې وه، وویل چې دغه ورځ باید په نظم، ډسپلین او ارامۍ سره ونمانځل شي څو د خلکو د ځورونې مخه ونیول شي.

هغه ځوانانو ته په خطاب کې وویل: ((مه پرېږدئ چې ځیني په قصدي ډول د شهید اوونۍ نمانځلو په ورځ ټولنیز نظم ګډوډ او د خلکو د ازار او اذیت سبب شي.))

نوموړي په داسې حال کې چې ملي اتل یې د نظم، ډسپلین او ارامۍ نمونه وباله، زیاته کړه، هغه کسان چې دا ورځ نمانځي باید نظم مراعات کړي.

دا په اسې حال کې ده چې په تېرو څو کلونو کې د دې ورځې نمانځلو پر مهال یو شمېر ځوانان د کاروانونو په جوړولو او په انفرادي ډول په کابل ښار کې تګ راتګ کوي او د خلکو د ځورونې لامل شوي دي «د احمد شاه مسعود بنسټ» هر وخت دغه کسان خپلسري او یا ناوړه ګټه اخیستونکي بللي دي.

مسعود وویل چې امنیتي ځواکونو ته وینه ورکول، د ګل اېښودو مراسم، رسمي دولتي مراسم، ختم او خیرات، شعري او فرهنګي نندارتونونه او... د احمدشاه مسعود د بنسټ د پرګرامونو له برخو څخه دي چې د «شهید» په اوونۍ کې به جوړېږي.

نوموړي د دې په څرګندولو سره چې هېواد اوس مهال په حساس وضعیت او دوو لارو جګړې او سوله کې قرار لري، وایي چې د سولې بهیر له څه مودې راهیسې دوام لري؛ خو اوس هم د سولې بهیر د تړلو دروازو تر شا ترسره کېږي.

د احمدشاه مسعود د بنیاد رییس د افغانانو ترمنځ د سولې د خبرو پیلېدو ته په اشاره وویل، له دې لارې باید د خلکو غږ او غوښتنې واورېدل شي او د سولې په خبرو کې په پام کې ونیول شي.

دا په داسې حال کې ده چې د کورنیو چارو وزارت هم خبر ورکړی، هغه کسان چې د شهید اوونۍ تر نامه لاندې پر داسې اعمالو لاس پورې کوي چې عامه نظم او عامه ذهنيت او فزیکي امنیت له خطر سره مخ کړي، له قانوني او جدي چلند سره به مخ شي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق ارین د شهید په اوونۍ کې د امنیت له ټینګښته ډاډ ورکړی وایي، پولیس د ښار په هره نقطه کې شته او هغه کسان به ونیسي چې په ښار کې هوایي ډزې کوي او نظم اخلالوي.

هغه زیاته کړه: «هېڅوک حق نه لري د شهید او هېواد د شهیدانو ورځې او اوونۍ نمانځولو پر مهال د قانون خلاف اعمال ترسره کړي، که څوک داسې عمل کوي، د پولیسو له خوا به ونیول شي او قانوني چلند به ورسره وشي.»

نوموړي د پلورنځیو هغو مالکانو ته چې موټر رنګوي هم خبرداری ورکړ چې د موټرو د رنګولو په صورت کې به یې دوکانونه وتړل شي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.