ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په امام صاحب کې د جګړې له امله سلګونه کورنۍ بې ځايه شوې دي

په امام صاحب کې د جګړې له امله سلګونه کورنۍ بې ځايه شوې دي

author avatar
9 Sep 2020 - 16:44
په امام صاحب کې د جګړې له امله سلګونه کورنۍ بې ځايه شوې دي
author avatar
9 Sep 2020 - 16:44

کندوز ښار (پژواک، ١٩ وږى ٩٩): د کندوز چارواکي وايي چې د دغه ولايت په امام صاحب ولسوالۍ کې د پرله پسې جګړو له امله څه باندې ١٥٠٠ کورنۍ بې ځايه شوې دي.

امام صاحب د کندوز ولايت له نا امنو ولسواليو څخه ده چې په دې وروستيو کې د حکومتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ جګړو په کې زور اخيستى دى.

د کندوز د ولايتي شورا غړي خالدين حکيمي د وږي په ١٩مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې په تېرو څو ورځو کې د امام صاحب ولسوالۍ په دهقان قشلاق، بخمل کوچه، قرغز او ځينو نورو سيمو کې جګړې روانې دي، چې له امله يې سلګونه کورنۍ کډې کولو ته اړ شوې دي.

هغه وايي: ((دغه کورنۍ دا مهال په سخت حالت کې دي، مرستې ته اړتيا لري، نورو سيمو ته کډه شوې دي، سرپنا نه لري.))

د نوموړي د معلوماتو له مخې، تراوسه له امام صاحب ولسوالۍ څخه ١٥٠٠ کورنۍ بې ځايه شوي او د جګړو له امله پنځوس کورونه هم نړېدلي دي.

دغه راز د دهقان قشلاق سيمې يوه اوسېدونکي ارباب حکيم پژواک ته وويل، طالبانو خلکو ته وويل چې خپل کورونه خالي کړي ځکه جګړه پيلېدونکې ده.

دى وايي: ((زه د خپلې کورنۍ له لسو غړو سره دلته په يوه ښوونځي کې دننه ژوند کوم، يواځې د ځان کالي مو له ځانه سره راوړي دي، ډېر مشکل کې يو، زموږ سيمې بايد امن شي چې بېرته خپلو کورونو ته ولاړ شو.))

همدارنګه د بخمل کوچه سيمې يوې اوسېدونکې شاه ګل پژواک ته وويل چې د حکومت او طالبانو ترمنځ د جګړې له امله يې کور ويجاړ شوى دى.

هغې زياته کړه: ((زموږ کور وران شوى، دلته په يوه ښوونځي کې ژوند کوو، حکومت بايد زموږ غم وخوري، د خوراک او څښاک لپاره هم څه نه لرو.))

د يادو څرګندونو په اړه د امام صاحب ولسوال محبوب سعيدي پژواک ته وويل چې د جګړو له امله تر اوسه سلګونه کورنۍ بې ځايه شوې دي.

هغه زياته کړه: ((موږ تر اوسه د ٢٠٠٠ بې ځايه شويو کورنيو عرايض ترلاسه کړي دي، زموږ د سروې ټيمونه کار کوي، کله چې دغه ټول کسان سروې شول، نو لېست يې مرکز ته استوو ترڅو مرستې ورسره وشي.))

بل لورته د کندوز امنيتي چارواکي وايي چې په امام صاحب ولسوالۍ کې د امنيت د ټينګښت په موخه يې په ځينو سيمو کې عمليات پيل کړي دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.