کابل (پژواک، ۹ تله ٩٩): د ځینې جهادي ګوندونو، سیاسي او مدنې ټولنو ګډه شورا ګواښ کوي چې که حکومت د ډاکټر نجیب الله د یادغونډې مخه ونه نیسي، دوی به یې د مخینوي لپاره اقدام وکړي او مسوولیت به یې د حکومت پر غاړه وي.
ډاکتر نجیب الله چې پخوا د (خاد) رئیس و، په ۱۳۶۵ کال کې واک ته ورسېد او وروسته له پنځو کلونو حکومت څخه کله چې په ۱۳۷۱ کال کې د مجاهدینو ځینو ډلو کابل ونیو، په کابل کې یې د ملګرو ملتونو دفتر ته پناه یووړه او کله چې په ۱۳۷۵ کال کې طالبانو کابل ونیو، په هماغه ماښام یې نجیب او د هغه ورور شاهپور احمدزی ووژل او د کابل په اریانا چوک یې ځوړند کړل.
د نجیب پلویانو غوښتل چې سږ کال د تلې په پنځمه د لومړي ځل لپاره کابل کې د لویې جرګې په خېمه کې د هغه په یاد غونډه جوړه کړي، خو یو شمېر ګوندونو د دې غونډې له جوړېدو یوه ورځ مخکې یوې ګډې اعلامیې په خپرولو سره له حکومته وغوښتل چې د نجیب یادغونډې ته اجازه ورنه کړي.
د تلې په پنځمه دغه غونډه جوړه نه شوه، خو اوس د نجیب پلویانو ویلي چې سبا (پنجشبنه) دغه غونډه جوړوي.
خو نن د جهادي ګوندونو، سیاسي او مدنې ټولنو یوې ګډې شورا کابل کې په یوه خبري ناسته کې له حکومت څخه بیا وغوښتل چې د لویې جرګې په خېمه کې د ډاکتر نجیب الله د تلین نمانځلو ته اجازه ورنه کړي.
د ازادګانو بنسټ مشر او د کابل پوهنتون د حقوقو او سیاسي علومو استاد موسی فریور په دغه ناسته کې وویل، یو شمېر هغه کسان چې فرهنګ، خلکو او د هېواد ازادۍ ته ژمن نه دي هڅه کوي چې « دخلکو د قاتل داکتر نجیب» د تلین غونډه جوړه کړي.
ده زیاته کړه، حکومت باید د جهاد درناوي او د سولې پروسې کې د خنډونه نه رامنځته کولو لپاره د نجیب په یاد د هر ډول غونډو د جوړېدو مخه ونیسي.
د ده په وینا، د نجیب الله لپاره د هر ډول غونډې جوړولو د مخنیوي لپاره باید حکومت اقدام وکړي؛ ځکه چې د جهاد او شهیدانو پر وړاندې بی حرمتي ده او په اړه یې د حکومت غلې پاتې کېدل یې د ملاتړ په معنا دي.
فریور چې یادې شورا په استازیتوب یې خبرې کولې، ګواښ وکړ چې که حکومت د نجیب د تلین غونډې د مخنیوي لپاره اقدام ونه کړي دغه شورا به یې د مخنیوي لپاره اقدام وکړي او که هر ډول ستونزه رامینځته شوه مسوولیت به یې د حکومت پر غاړه وي.
د حزب اسلامي استازي همایون جریر هم په نننۍ ناسته کې وویل چې د هېواد له ارزښتونو څخه ملاتړ د ټولو هېوادوالو دنده ده، خو ځيني کسان غواړې یو ځل بیا د نجیب په یاد د غونډو په جوړولو سره د کمونیزم فلسفه او فکر را ژوندی کړي.
ده وویل، د دغه ډول غونډو جوړولو ته د ځوانانو هڅول یوه استخباراتي برنامه ده او غواړې چې له دې لارې د سولې خبرې له خنډ سره مخ کړي؛ نو ځکه یې د جهادي ګوندونو، سیاسي او مدنې ټولو شورا د مخنیوي لپاره هڅه کوي.
جریر وویل چې دوی د بیان له ازادۍ او سوله ییزو غونډو له جوړولو سره مخالفت نه لري، خو د هغو کسانو پر وړاندې مقاومت کوي چې موخه یې د کمونیزم د فکر را ژوندی کول دي.
login or register a new account.