منځپانګې ته تلل
چهارشنبه ۱۸ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۱:۰۴ غ.م
۱۲°صاف · ↑۱۴° ↓۲°د هوا کیفیت: منځنی
غړي

«خانه نور» تر سلو ډېرو کوچي ځوانانو ته سکالرشيپونه ورکوي

· ۲ دقیقې لوستل · ۸۴ کتنې

کابل (پژواک، ۱۴ تله ۹۹):«خانه نور» د لوړو زده کړو خصوصي موسسه، کابل کې تر سلو ډېرو کوچي ځوانانو ته په ۶۷ سلنه تخفیف، د دغې موسسې په بېلابېلو پوهنځیو کې زده کړې ورکوي.     

په دې اړه نن د لوړو زده کړو د یادې موسسې او د کوچیانو له حقونو د دفاع ټولنې تر منځ هوکړه لیک لاسلیک شو.

د یادې موسسې مشر محمد جاوېد ساحل د هوکړې د لاسلیک په مراسمو کې وویل:«دا چې د کوچي قشر ځوانان پر مالدارۍ بوخت دي او تل له يو ځای بل ځای ته په تګ راتګ بوخت دي؛ نو ډېر لوړو زده کړو ته لاسرسی نه لري، موږ د دې لپاره چې کوچي ځوانان لوړو زده کړو ته وهڅول شي، سل سکالرشيپونه ورته په پام کې نيول شوي دي.»

ده وویل چې کوچي ځوانانو ته یاد سکالرشیپونه په ۶۷ سلنه تخفیف په پام کې نیول شوي دي.

د کوچيانو د دفاع ټولنې سرپرست سيد محمد حريق په نننۍ ناسته کې وويل، کوچيان يو کړېدلى قشر دی چې ډېر یې د زمانې د جبر له امله له زده کړو هم بې برخه دي.

هغه د خانه نور لوړو زده کړو له موسسې مننه وکړه چې د کوچي ځوانانو ته په تخفیف سکالرشیپونه ورکړي.

ده د لوړو زده کړو پر خصوصي پوهنتونونو غږ وکړ چې کوچي ځوانانو ته په تخفیف سره د لوړو زده کړو لارې چارې برابرې کړي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول ښوونه او روزنه