منځپانګې ته تلل
شنبه ۲۱ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۳:۲۱ غ.و
۱۳°صاف · ↑۱۴° ↓۲°د هوا کیفیت: منځنی

څېړنه: په بادغيس کې د ډوډۍ وېش لپاره د اوړو پلورونکو ته تر ۷ مېلیون ډېرې افغانۍ نه دي ورکړل شوې

· ۹ دقیقې لوستل · ۱۱۶ کتنې

قلعه نو (پژواک، ۱۴ تله ۹۹): د پژواک موندنې ښیي، په داسې حال کې چې په بادغیس کې د وچې ډوډۍ د وېش له پروسې څلور میاشتې تېرېږي؛ خو د ۳۵۰۰ بوجۍ اوړو د پېر اووه میلیون افغانۍ تراوسه د اوړو پلورونکو ته نه دي ورکړل شوې، اوړه پلورونکي وایي چې ډېر زیان یې لیدلی دی؛ خو د دغه ولایت سیمه ییز خلک او مسوولین د ۸۴۰ بوجۍ اوړو په پېر کې د فساد خبر ورکوي او وایي، د دومره اندازې اوړو مصرف نه دی تایید شوي.

د جمال الدین په نوم د اوړو یو پلورونکی او د بادغیس ولایت د ښاروالۍ د ادارې قراردادي دی. نوموړي شاوخوا څلور میاشتې مخکې د دغه ولایت له ښاروالۍ سره د ۱۰ نورو کسانو په همکارۍ د څلور زره او ۳۴۰ بوجۍ چې ((۳۱۷)) ټنه کېږي لاسلیک کړی دی.

هغه وایي چې د هرې بوجۍ لومړۍ درجه قزاقي اوړو قرارداد یې په ۱۸۹۵ افغانۍ کړی دی؛ خو د ګټې پر ځای یې په هره بوجۍ کې افغانۍ تاوان کړی دی.

د نوموړي په خبره، یاده اندازه اوړه د سیمه ییزو مسوولینو او د ولایتي شورا د غړو په حضور کې په عملي بڼه په دوو تړونونو کې پرنان واییو وېشل شوي دي؛ خو اوړو پلورونکو تر اوسه ان یوه افغانۍ هم نه ده ترلاسه کړې.

نوموړي څرګنده کړه، که څه هم له څلورو میاشتو راهیسې هره ورځ د خپلو پیسو د ترلاسه کولو لپاره بېلا بېلو ادارو ته ورځي؛ خو تراوسه ورته پیسې نه دي ورکړل شوې.

هغه زیاتوي، د څلور زره او ۳۴۰ بوجۍ اوړو د پېر په تړون کې ۱۰ کسان شریکان دي او هر یوه یې اوړه له سوداګرو په پور اخیستي او د پیسو د هرې ورځې د نه ورکولو له امله ورته ډېر زیان رسېږي.

هغه وویل: «باور وکړ موږ ادارو ته له ورتلوستړي شوي یو، راپور جوړوو وایي له چا لاسلیک واخله له چا لاسلیک واخله، لاسلیک اخلو راوړو یې بیا وایې لاړ شه له فلاني لاسلیک واخله باور وکړئ چې خسته شوي یو.»

د نجیب الله په نوم د اوړو بل پلورونکیهم د خپل حق د نه ترلاسه کولو له امله شکایت کوي. هغه پژواک ته وویل، دا چې د کرونا ویروس د خپرېدو د اوج پر مهال یې اوړه د ښاروالۍ پر ادره د بازار په پرتله په ټیټه بیه پلورلي، خو تراوسه یې پیسې نه دي ورکړل شوې.

نوموړي وویل چې د پیسو د نه ترلاسه کولو له امله هره ورځ زیان ورته رسېږي.

هغه هم له سیمه ییزو مسوولینو په ځانګړې توګه ((کلای نو)) ښاروالۍ غوښتنه وکړه چې ژر یې اسناد طی مراحل کړي څو د اوړو پلورونکي خپل حق ترلاسه کړي.

د کلای نو ښار د اوړو پلورونکي ټینګار کوي چې د هرې بوجۍپه اړه چې د سیمه ییزې ادارې او استازو په حضور کې یې نانواییو ته ورکړې، اسناد لري.

د بادغیس د ولایتي شورا رییس عبدالعزیز بېک هم د کلای نو ښاروالۍ پر اداره نیوکه وکړه او پژواک یې ته یې وویل چې هره ورځ د اوړو پلورونکو استازي د ولایتې شورا دفتر ته راځي او ادعا کوي چې مسوولو ادارو یې له څلورو میاشتو راهیسې پیسې نه دي ورکړې.

د بېک په وینا، که څه هم د حکومت لخوا په اوړو لګېدلې پیسې د کلای نو مستوفیت ته رسېدلې دي؛ خو اړوند مسوولین د هغوی د پیسو په وروکولو کې سستي کوي.

هغه هم څرګنده کړه: «څلور میاشتې کېږي چې په کلای نو کې اوړه پلورونکي په سیمه ییزو ادارو کې دروازه په دروازه ستړي دي خو تراوسه یې خپلې پيسې نه دي ترلاسه کړې.»

په بادغیس کې یو شمېر خبریالان هم د ښاروالۍ لخوا د اوړو پلورونکو د پیسو نه ورکول تاییدوي او وایي، له دې سربېره چې د اوړو پلورونکو څو ځله د دغې مسالې په اړه اندېښنه ښودلې ده؛ خو اړوندو مسوولینو د یادو کسانو غوښتنو ته رسېدنه نه ده کړې.

دغه سیمه ییز خبریالان په دې باور دي چې د اوړو د پلورونکو پیسي ښایي د اړوند ادارو لخوا حیف او میل شوې وي.

په بادغیس کې سیمه ییز خبریال عبدالرازق صدیقي پژواک ته وویل: «د کلای نو ښاروالۍ د کرونا ناروغۍ د خپراوي د شدت پر مهالله اوړو پلورونکو اوړه وپېرل خو د څو میاشتو له تېردو وروسته یې تر اوسه د هغوی پیسې نه دي ورکړې، که څه هم سیمه ییزې ادارې ته څو ځله ورغلي، خو تراوسه یې پیسې نه دي ترلاسه کړې او ښایي دغه پیسې غلا شوې وي.»

بلخوا د کلای نو ښار یو شمېر اوسېدونکي په هغه ولایت کې د وچې ډوډۍ د وېش پر بهیر نیوکه کوي.

هغوی وایي، یوه ورځ ډوډۍ وېشل کېده او دوې ورځې نه وېشل کېده.

د یادو کسانو په خبره، پېرل شوي اوړه هم د اړوند مسوولینو لخوا نه دي مصرف شوي او ښایي غلا کړي یې وي.

د کلای نو ښار اوسېدونکي سید مبین پژواک ته وویل: «که خلکو ته یوه ورځ ډوډۍ وېشل کېده، بیا درې – څلور ورځې نه وېشل کېده، فکر کوم ډېری پېرل شوي اوړه هم د مسوولینو کورونو ته تللي او د اړمنو کسانو کورنیو ته نه دي وېشل شوي.

د کلای نو د اوړو پلورونکو ولې تراوسه خپلې پیسې نه دي ترلاسه کړې؟

دپژواکموندنېښیېچېپهلومړيپړاوکېداوړوپلورونکوڅخهداوړواخیستلولپارهددغهولایتدپخوانيوالي،ښاروالاودکمېشن کارانو داتحادیېد مشرپهګډونیوپلاوی جوړشواوپه دویم پړاو کې، څلورزره او ۳۴۰ بوجۍ اوړه وپېرل.

د یادو موندنو پر اساس، له هغې وروسته چې حکومت دغه درې اړخیز پلاوی ونه مانه، د څارنوالۍ، ملي امنیت، مدني ټولنې، ولایت مقام، عامې روغتیا وزارت، مستوفیت او ښاروالۍ له استازو ګډ پلاوی وټاکل شو.

که څه هم دغه پلاوی د ترسره شوي عمل پروړاندې درېدلی و، خو سربېره پر دې یې هم خپلې پلټنې پیل کړې او په دې پلټنو کې یې موندلې چې د ۸۴۰ بوجۍ اوړو د پېر او مصرف په اسنادو کې تغییر موجود دی.

په بادغېس کې د مدني ټولنې مسوول او په کلای نو ښار کې د ډوډۍ او اوړو له بهیره د څارنې د پلاوي رییس  ارباب شیخ الاسلامي ویلي چې دغه پلاوی د بهیر له پای ته رسېدو وروسته، ټاکل شوی او هغوی د یوه ترسره شوي عمل پروړاندې درېدلي دي.

د بادغیس د مدني ټولنې دغه مسوول چې په لاسلیک یې د اوړو پلورونکو اسناد څلور میاشتې ځنډول شوي زیاته کړه، تراوسه د ۳ زره او ۵۰۰ بوجۍاوړو د اسنادو مراحل ترسره شوي او ښایي د راتلونکې اوونۍ په جریانکې دغه اندازه پیسې د مستوفیت لخوا د اوړو پلورونکو ته ورکړل شي، خو د ۸۴۰ بوجۍ نورو اوړو په اړه ملاحظات موجود دي او ښايي د دغو پیسو د ستونزې تر حل پورېد هغو مالکانو ته پیسې ورنه کړل شي.

د نوموړي په خبره، د تدارکاتو پلاوي هم د ۳ زره او ۵۰۰ بوجیو اوړو لګښت تایید کړی خو ۸۴۰ بوجۍ نور یې نه دي تایید کړي او ښایي له همدې امله د ۸۴۰ بوجیو((یو میلیون او ۵۹۱ زره افغانۍ)) ورنه کړل شي.

هغه زیاته کړه، که څه هم پرېکړه پر دې وه چې اړوند مسوولین د اوړو له پېر مخکې، د هغه ۵۰ سلنه بیه اوړو پلورونکو ته ورکړي، له بده مرغه نه یوازې دغه کار ترسره نشو بلکې له دغه بهیره د څو میاشتو په تېرېدو ټوله بیه هم نه ده ورکړل شوې.

هغه څرګنده کړه، د قانون له مخې هغه د اوړو پلورونکو نه شوای کولای اسناد لاسلیک کولای خو د مشرانو، عالمانو شورا او د سیمېد وکیلانو په منځګړیتوب یې د اوړو پلورونکو اسناد لاسلیک کړي دي.

هغه وویل: «دا چې دغه پروسه شفافه نه وه او موږ د ترسره شوي عمل پر وړاندې ولاړ وو په همدې موخه مو د مسوولیت د بار د اخیستلو د مخنیوي لپاره اسناد وځنډول او بالاخره مجبور شوو چې د سیمه ییزو عالمانو او مشرانو په مرستهیې لاسلیک کړو او دا چېمستوفیت د هغوی اسناد مني او که نه، د هغې ادارې مسوولیت دي.»

د اوړو پلورونکي هم وایي چېد قلعه نو ښاروالد ۴ زره او ۳۴۰ بوجۍ اوړو د تړون د لاسلیک پر مهال له دوی سره دپنځه میلیون افغانیو د مخکې ورکولو ژمنه کړې وه، خو دغه کار نه دی ترسره شوی او تراوسه هېڅ پیسې هم نه دي ورکړل شوې. د قلعه نو مستوفې حلیمې راه پیما له پژواک سره په خبرو کې د ۸۴۰ بوجۍ اوړو په اړه ملاحظات تایید کړل او وویل، د مستوفیت اداره په باوري اسنادو مقیده ده او هر کله چې اسناد د قانون له مخې  طی مراحل شوي وي او له کومو نیمګړیتاوو پرته د هغوی ادارې ته ورسیږي، د اوړو پلورونکو پیسې به ورکړل شي.

نوموړې وویل: «د پنجشنبې په ورځ ((د تلې په درېیمه)) د اوړو د پلورونکو یو شمېر اسناد دې ادارې ته رسېدلي او په راتلونکو ورځو کې دغه اسناد څېړل کېږي که قانوني نیمګړتیا ونه لري، د پېرل شوو اوړو بیه به ورکړل شي.»

د قلعه نو د مستوفې په وینا، تراوسه معلومه نه ده چې دوی ته رسدلي اسناد د څومره اوړو دي.

هغې زیاته کړه، د اوړو د پېر او مصرف بهیر د ولایت مقام او ښاروالۍ له خوا ترسره شوی دی او د مستوفیت اداره په ادې اړه هېڅ مکلفیت نه لري.

ښاروال: د اوړو پلورونکو له ۴ زره او ۳۰۰ دډېرو بوجیو اسناد بشپړ شوي دي

د کلای نو ښاروال عبدالقدیر کامران د پژواک له خبریال سره په خبرو کې وویل چې د کرونا ناروغې په د شدت په مهال د یوه طرزالعمل له مخې، د اړمنو کسانو لپاره د وچې ډودۍ د وېش په موخه د اوړو د پېرلو تړون د والي او ولایتي شورا د غړو په حضور کې لاسلیک شو او د تړون سره سم، پېرل شوي اوړه په نان واییو کې په مصرف رسېدلي دي.

د نوموړي په ویان، وروسته له هغې چې د طرزالعمل سره سم د څارنې کمېټه جوړه شوه، د دغې کمېټې په ترکیب کې د مدني ټولنې، رسنیو او یو شمېرو ادارو غړي موجود وو او یو شمېر دغو ادارو د اسنادو د مسوولیت له ډارهد اوړو پلورونکو اسناد له څو میاشتو راهیسې نه دي لاسلیک کړي.

هغه د کلای نو د اوسېدونکو لپاره د وچې ډوډۍ ځانګړو شوو پیسو په لګولو کې پر شفافیت ټینګار وکړ او وویل چې د ډوډي د وېشلو لپاره، د حکومت لخوا شل میلیونه افغانۍ ځانګړې شوې وې خو اته مېلیونه افغانۍ مصرف شوې.

هغه څرګنده کړه چې په بادغیس کې د وچې ډوډۍ د وېش په بهیر کې د مصرف شوو اوړو تړون، د ولایت مقام، ولایتي شورا، مستوفیت او د سیمې د وکیلانو په شتون کې لاسلیک شوی دی.

د کلای نو ښاروال ټینګار وکړ چې د ډوډۍ د وېش په بهیر کې ۴ زره او ۳۸۹ بوجۍ اوړه مصرف شوياو اسناد یې هم موجود دي او باید پیسې یې ورکړل شي.

نوموړی وایي چې د دغې اندازې پېرل شوو اوړو پیسې د اوړو پلورونکو قانوني حق دی، مستوفیت باید په یوه یا دوو پړاوونو کې د هغوی ټولې پیسې ورکړي.

دیادونې وړده چې په ولایتونو کې د وچې ډوډۍ د وېش لپاره دځانګړو شوو پیسو حیف او میل جدي ننګونه بلل کېږي او په ځینو ولایتونو کې د دغه لوړ لګښت په اړه د حیف او میل شکایتونه موجود دي.

دغه څېړنیز راپور د اروپايي ټولنې په مالي مرسته چمتو شوی دی؛ یوازې پژواک یې د منځپانګې مسوولیت لري او د یادې ټولنې نظر نه څرګندوي.