منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۰ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۹:۱۳ غ.و
۱۰° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۶° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

“رسنۍ دې د جګړې د ادبیاتو پر ځای د سولې ادبیات وکاروي”

· ۳ دقیقې لوستل · ۱۰۱ کتنې

کابل(پژواک، ۱۶ تله ۹۹): د افغان ژورنالېستانو ملي ټولنې او د ښځو ژورنالېستانو د ملاتړ مرکز له رسنیو وغوښتل چې د جګړې د ادبیاتو پر ځای د سولې ادبیاتو ته پاملرنه وکړي.

د افغان ښځو ژورنالېستانو د مرکز رییسې فریدې نېکزاد نن په کابل کې د ((سولې راپور جوړونه)) په نوم ناستې ته وویل، په راپور ورکولو کې باید د جنګي او تاوتریخوالي رامنځته کوونکو کلمو پر ځای له سوله ییزو کلماتو استفاده وشي، ترڅو د جګړې د ترویج مخه ونیول شي او د خلکو فکر سولې خوا ته جذب شي.

نوموړې زیاته کړه، د سولې د راپور جوړونې په اړه د ورکشاپونو لپاره د امکاناتو د کمښت له وجې دغه پروګرام په ټولو ولایتونو کې نه دی ترسره شوی او ډېری خبریالانو د یادو ورکشاپونو د دوام غوښتنه کړې، څو وکولای شي په تخصصي راپورونو کې د سولې او جګړې توپیر بیان کړي.

نېکزاد وویل، د بلګې په توګه د ترورېست پر ځای باید بله کلمه وکارول شي.

د افغان ژورنالېستانو د ملي اتحاديې رییس محمد فهیم دشتي یادې ناستې ته وویل، په افغانستان کې د سولې بهیر څخه د پایلې ترلاسه کولو لپاره یې خپل مسوولیت ترسره کړی او رسنۍ د تازه چوکاټ او کلمو څخه په استفاده د اطلاعاتو رسونې او پوهاوي ترڅنګ داسې ادبیات وکاروي چې تاوتریخوالی کم کړي او د سولې لپاره زمینه برابره کړي.

هغه زیاته کړه چې د افغان ژورنالېستانو د ملي اتحادیې او د ښځو ژورنالېستانو د ملاتړ مرکز د سولې د راپور جوړونې لارښود برابر کړی او د هېواد په ۲۰ ولایتونو کې یې د رسنیو مسوولینو او خبریالانو ته زده کړه ورکړې ده.

د یادو دوو بنسټونو له خوا د جوړ شوي لارښود په اساس د سولې راپور ورکونه خبریالانو ته توان ورکوي چې له اخلاقو څخه په استفاده د امانت دارۍ او صداقت له لارې ستونزې کمې کړي، راپور جوړونکو ته زمینه برابروي چې په آګاهانه توګه د تاوتریخوالي او جګړې د نه تایید شوو سوژو پر ځای د سولې اړوند سوژې انتخاب کړي.

سرچینه لیکي، رسنۍ کولای شي د سولې او جګړې اړوند مسایلو په اړه دوه ډوله رول ولري.

د لارښود په حواله، د رسنیو محتوا له یوه اړخه کولای شي تاوتریخوالي ته لمن ووهي او تاوتریخوالی ډېر کړي، په ځانګړې توګه د افغانستان په څېر ټولنو کې چې تاوتریخوالی تاریخي او قومي ریښې لري.

په دې لارښود کې راغلي، د شخړو په اړه باید متوازن، پر عدالت ولاړ او بېطرفه راپورونه جوړ شي او په داسې راپورونو کې په جګړه کې د ښکېلو ټولو لوریو نظر ځای پر ځای شي.

د ملي روغې جوړې عالي شورا مرستیال اسدالله سعادتي ناستې ته وویل: ((رسنۍ په خبري پوښښ کې د شفافیت، د پېښو د نقد، د سولې په اړه د خلکو د غوښتنو د انعکاس او شنونکو د نظرونو د خپرېدو له لارې د سولې په ټینګښت کې خپل رول ترسره کړي.))

هغه زیاته کړه، که بین الافغاني خبرې پایله ونه لري له افغانستان سره به نړیوالې مرستې هم کمې شي چې دا کار د هېواد لپاره لوی خطر دی.

نوموړي روښانه کړه چې رسنۍ باید د سولې خبرو په اړه د کره اطلاعاتو د رسونې په برخه کې فعاله برخه ولري.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول دین او کلتور