مزارشريف (پژواک، ۱۹تله ۹۹): د بلخ ولايت يو شمېر ښځينه سوداګرې وايي چې روانو جګړو يې پر سوداګريزو چارو منفي اغېز کړیاو هيله منې دي چې په هېواد کې د سولې له راتګ سره به يې سوداګريزې چارې پراختيا ومومي.
دوی وايي، له يوې خوا نا امني او بل لور ته د بازارموندنې په برخه کې د امکاناتو نه شتون د دې لامل شوی چې د مېرمنو د سوداګرۍ او پانګونې برخه زيان وويني.
دغه مېرمنې اوس هيله لري چې د سولې په راتلو سره به يې بېرته سوداګريزې چارې پراختيا ومومي او توليدي توکو ته به يې بازار پيدا شي.
د بلخ د سوداګرۍ او صنايعو اداره هم وايي چې د نا امنيو او جنايي جرايمو زياتېدو له امله د مېرمنو سوداګريزې چارې زيانمنې شوې دي.
په افغانستان کې روانه جګړه که له يوې خوا هره ورځ له افغانانو ځاني قرباني اخلي، بل لور ته بيا د دغه ناورين له امله خلکو ته پراخ مالي او اقتصادي زيانونه هم اوړي.
فرشته اکبري چې په مزارشریف ښار کې د شېريني پزۍ د يوه خصوصي شرکت مسووله ده، هيله لري چې پيل شوې بين الافغاني خبرې به مثبتې پايلې ورکړي او په دې سره به د خلکو په ژوند کې بدلون ته زمينه برابره شي.
مېرمن اکبري وايي چې د بلخوروستيو نا امنيو او په مزار ښار کې د جرايمو په زياتېدو سره د دوی د سوداګرۍ او پانګونې کچه نيم په نيمه راټيټه شوې ده.
د هغې په خبره، که وضعيت همداسې دوام وکړي؛ نو په مزارشريف کې به د ډېری ښځينه سوداګرو چارې له ځوړ سره مخ شي.
نوموړې وايي: ((پخوا ښه وو، له ولسواليو سره زموږ تګ راتګ زيات وو، ډېری توليدات به مو د ولسواليو بازارونو ته د پلور لپاره لېږدول؛ خو اوسامنيتي وضعيت دومره خراب شوی چې د ښار دننه هم خپل توليدات په ډاډه زړه نشو پلورلای.))
دغه سوداګره مېرمن وايي، له حکومته د امنيت تمه نه لري خو د سولې خبرو ته هيله منه ده.
د هغې په وينا،که سوله راشي نو ورسره به د سوداګرو مېرمنو پانګونه او سوداګريزې چارې ډېره پراختيا ومومي.
زينب د مزارشريف ښار په سجاديه ښارګوټي کې د غاليو اوبدلو وړوکې کارګاه لري.
هغې له پژواک سره په خبرو کې وويل چې په وروستي يو کال کې يې پنځوس سلنه کاروبار لوېدلی دی.
نوموړې د نورو عواملو ترڅنګ روانه جګړه هم د خپل سوداګريز کاروبار پر وړاندې لوی خنډ بولي.
دغه غالۍ اوبدونکې مېرمن وايي: ((د نا امنيو په زياتېدو سره مو ډېر اقتصادي زيان وليد، پخوا به خام مواد له ولسواليو څخه راتلل، موږ ته د جوزجان له آقچې څخه خام توکي راتلل؛ خو اوس لاره نا امنه ده او طالبان ماليه هم اخلي، بيې لوړېشوې چې زموږ وس پرې نه رسېږي.))
نوموړې وايي چې د خامو توکو ترلاسه کېدو برخه کې د ستونزو ترڅنګ بېرته توليد شوو توکو ته د بازارموندنې برخه کې هم ګڼې ستونزې لري.
د هغې په خبره، پخوا به ډېرو شرکتونو زړه ښه کاوه چې د دوی په لاس توليد شوي توکي وپېري او نورو ولايتونو ته يې انتقال کړي.
خو نوموړې وايي چې پېرېدونکي هم کم شوي او لوی لامل يې په لويو لارو کې د نا امنيو او جګړو کچې زياتوالی يادوي.
دغه متشبثه مېرمن هم هيله لري چې که سوله وشي؛ نو بېرته به د دوی کاروبار ورسره ښه شي.
د هغې په وينا، روان جنګ يواځې په مستقيم ډول خلک نه وژني، بلکې د کورنيو اقتصاد ځپي چې ورسره د فقر کچه لوړېږي او خلک له مرګونو ګواښونو سره مخ کېږي.
په بلخ کې د سوداګرۍ او صنايعو ادارې د ښځو د سوداګرۍ برخې مسوولې مېرمن شکېبا شکيب پژواک ته وويل چې روانو نا امنيو په سوداګريزو چارو منفي اغېز کړی دی.
د هغې په خبره، که څه هم حکومت هڅه کوي چې امنيتي وضعيت ډاډمن کړي خو په خبره يې چې لا هم ورځ تر بلې د نا امنيو او جګړو کچه زياتېږي.
نوموړې په لويو لارو کې نا امني او همدا راز په ناقانونه ډول له سوداګريزو توکو د مالياتو اخيستل د دې لامل بولي چې قيمتونه لوړ شي او ډېری سوداګرې مېرمنې ونه شي کړای، څو خپل تجارت ته دوام ورکړي.
مېرمن شکيب وايي: ((دا يو نه انکار کېدونکی واقعيت دی چې امنيت خراب دی او له امله يې د خلکو اقتصاد هم ضربه خوړلې، خو د دې با وجود موږ مننه کوو چې په ښار کې د مېرمنو لخوا د توليد شويو توکو د بازار موندنې لپاره سيمه ييزه اداره همکاري کوي.))
نوموړې د يوې پوښتنې په ځواب کې وويل چې که سوله راشي نو بېرته به د ښار او ولسواليو ترمنځ اړيکې پراخې شي چې ورسره به د ښځو له خوا د توليد شوو توکو مصرف زيات شي.
نوموړې غوښتنه کوي چې د بين الافغاني مذاکراتو اړخونه دې لومړی پر يوه اوربند او وروسته له هغه پر بشپړې سولې توافق وکړي.
بلخ ولايت مقام هم وايي چې سيمه ييزه اداره تر خپلې وسې پورې هڅه کوي څو د ښځينه سوداګرو مشکلاتو ته رسېدنه وکړي.
فرهاد مني چې د لويو لارو او ولسواليو نا امنيو پر سوداګريزو چارو منفي اغېز کړی خو زياتوي چې ښار دننه دوی له سوداګرو سره هر ډول مرستو ته تيار دی.
د هغه په وينا، ولايت مقام د ښځينه سوداګرو له هرې هغې طرحې ملاتړ او مرسته ورسره کوي چې له مخې ستونزې راکمېدای شي.
د بلخ ښځينه سوداګرې د سولې د بين الافغاني مذاکراتو له اړخونو غوښتنه لري چې د دوی د کاروبار، فردي ازاديو او تجارتي فعاليتونو د محدودولو هڅه دې نه کوي.
پژواک د ډنمارک او د ملګرو ملتونو پراختيايي پروګرام (UNDP) په مالي مرسته دا پور برابر کړی دی.










