ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ناټو تر ٢٠٢٤ کال پورې د افغان ځواکونو مالي ملاتړ ته دوام ورکوي

ناټو تر ٢٠٢٤ کال پورې د افغان ځواکونو مالي ملاتړ ته دوام ورکوي

author avatar
20 Oct 2020 - 11:05
ناټو تر ٢٠٢٤ کال پورې د افغان ځواکونو مالي ملاتړ ته دوام ورکوي
author avatar
20 Oct 2020 - 11:05

کابل (پژواک، ۲۹ تله ٩٩): د ناټو سازمان او متحدينو يې اعلان کړى چې تر ٢٠٢٤ زېږديز کال پورې به د افغان ځواکونو مالي ملاتړ ته دوام ورکړي.

په بلجيم کې کې د ناټو سازمان مطبوعاتي  دفتر له خوا په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې پرون په پروکسل کې د افغان ملي ځواکونو د فنډ او مالي ملاتړ په اړه د سازمان او متحدينو د بورډ غونډه وشوه.
سرچينې زياته کړې، په دې ناسته کې د افغانستان د ملي امنيتي ځواکونو پر مالي ملاتړ، د ٢٠٢١ کال پر بودجې او تر ٢٠٢٤ کاله پورې د افغان ځواکونو د مالي ملاتړ پرېکړه وشوه.

د ناټو سرمنشي جنيز سټولټنبرګ دې ناستې ته ويلي: "د سازمان تازه ژمنې هغه باور قوي کوي چې افغان ملي دفاعي ځواکونه به له ٢٠٢٠ کال وروسته نور هم پياوړي کېږي، دغه مالي مرستې د افغان ځواکونو پرمختګ لپاره ډېرې اړينې دي."

د هغه په وينا، د ٢٠٢٠ کال د اکتوبر مياشتې تر پنځمې نيټې پورې د افغان ځواکونو له مالي صندوق سره د ٣،٢ ميليارده ډالرو مرسته شوې ده.

د ناټو په خبرپاڼه کې راغلي چې دغه صندوق په ٢٠٠٧ زېږديز کال کې جوړ شوى او د افغان ملي دفاعي ځواکونو پر اغېزناکتوب، پياوړتيا او پرمختګ کې يې مهم رول لوبولى دى.

سرچينې زياته کړې چې د سازمان اړوند هېوادونه او نوره نړيواله ټولنه له دغه صندوق سره مالي مرستې کوي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.