ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

صالح: په تېر کال کې ٨٠٠ميليون ډالر له افغانستانه بهر ته قاچاق شوي

صالح: په تېر کال کې ٨٠٠ميليون ډالر له افغانستانه بهر ته قاچاق شوي

author avatar
23 Oct 2020 - 14:22
صالح: په تېر کال کې ٨٠٠ميليون ډالر له افغانستانه بهر ته قاچاق شوي
author avatar
23 Oct 2020 - 14:22

کابل (پژواک، ۲لړم۹۹): د ولسمشر لومړى مرستيال وايي چې په تېر کال کې نږدې ٨٠٠ميليون ډالر د افغانستان د شمال له لارې بهرته قاچاق شوي دي.

هغه ته چې د کابل د امنيت مسووليت سپارل شوى، په خپله فېسبوک پاڼه کې يې ليکلي:((وړمه شپه د لومړۍ امنيتي حوزې امر د څو مشهورو سياسي مشرانو تر فشار لاندې و، څو هغه پيسې او طلا يې چې له قاچاق وړونکو ترلاسه کړي، بېرته ورته وسپاري، د ټولو پوليس ملاتړ او دفاع کيږي او د قاچاق مال د محکمې له پرېکړې پرته بېرته ورته نه سپارل کيږي.)) 

ده زياته کړې:(( يواځې تېرکال د شمال له لارې نږدې اته سوه ميليون ډالر بهر قاچاق شوي، د طلا او پيسو قاچاق يوه ستره ننګونه ده ، چې له قانونه تېښته او جرمي اقتصاد تقويه کوي،زموږي اطلاعاتي سرچينو هغه لېست راکړى چا چې له هېواده بهر پيسې قاچاق کړې دي، خو زموږ دنده د تېرکال تصفيه نه ده .)) 

ده ويلي، کومه ژمنه يې چې د کابل د موټر پلورنځيو په اړه کړې، هغه سر له سبا په جديت سره عملي کيږي.

ده تېره ورځ ويلي و چې د کابل د قرباغ او پروان ولايت  موټرپلورنځي چې د غلا موټر په کې پلورل کيږي محاصر او  غلا شوي موټر به پيدا کړي.

 ده زياته کړې چې د کابل ښاروالۍ د هغو لوړپوړيزو ودانيو لېست چې په ناقانونه توګه جوړيږي او سياسي اړيکې لري دوى ته سپارلى، چې په نږدې وخت کې به يې لېست مرحله په مرحله  د متخلفينو له عکسونو سره خپور کړي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.